حکمتيار: په امريكا كي امنیتي پېښي په بې ساري توگه زياتي شوې
هغه وگړي او ډلي څنگه د دې طمع لري چي د بې گناه انسانانو د وژلو او ځپلو له لاري به خپلو موخو ته ورسېږي؛ الهي مرسته به ئې په برخه شي او افغانان به ئې مرسته وكړي؛ كوم افغان او كوم مسلمان انسان به د يوه بې رحمه ظالم او د هغه چا ملاتړ وكړي چي كار ئې په جوماتونو كي چاودني وي؟ په لمونځ كوونكو رحم نه كوي؛ له مخلصو او صالح مجاهدينو سره دښمني پالي؛ كافر ته د مرستي لاس اوږدوي او له مسلمان سره دښمني كوي؛ هغه چي پر مظلومو افغانانو رحم نه كوي؛ په چا به ئې وكړي؟
د جهاد په تېرو كلونو كي؛ ټولي دغسي چاودني او په کابل او مزار كي وروستۍ وحشيانه چاودني؛ د هغو كار دئ چي په هيڅ ديني او انساني ارزښت باور نه لري؛ او په خپل ژوند كي هيڅ سپېڅلى هدف او آرمان نه لري؛ د نيابتي جگړو اجير جنگيالى دئ.
هغه چي عام المنفعه تأسيسات ويجاړوي؛ پلونه، روغتونونه، بندونه، مدرسې، ښوونځي، ورانوي، د برق پايې په باروتو نسكوروي؛ مظلوم افغانان له برېښنا محروموي؛ هغوى د مظلومانو دښمنان دي؛ د رڼا دښمنان دي؛ د حق او عدالت دښمنان دي؛ له خپل سيال او رقيب سره د مخامخ جگړي همت او مېړانه نه لري؛ له مظلومانو غچ اخلي.
وروڼو خوېندو!
چا چي ظلم كړى يا ئې د ظالم ملگرتيا كړې؛ نو الله تعالى يا همدا ظالم پرې مسلط كړى؛ يا بل.
كوم زعيم چي خپله ډله يا خپل هېواد پر نورو ظالمانه بريد ته چمتو كړى؛ خپل كور ته ئې جنگ رابللى؛
سپيني ماڼۍ د جورج بوش په مشرۍ پر افغانستان بريد وكړ؛ هر كال ئې تر پنځوس زره زيات افغانان ووژل؛ دا دئ نن شل كاله وروسته؛ امريكا اعتراف كوي چي تېر كال په ټولي امريكا كي نږدې پنځوس زره امريكايان په جنايي پېښو كي وژل شوي؛ او دا په نيمي پېړۍ كي تر ټولو نورو كلونو زياته وژنه ده؛
د امريكا له لوري په تپل شوي شل كلن جنگ كي؛ نږدې يو مليون افغانان ووژل شول؛ كه د امريكا د جنايي پېښو ريكارډ همداسي پاته شي؛ نو همدومره امريكايان به په راتلونكو شلو كلونو كي وژل كېږي؛
په امريكا كي امنیتي پېښي په بې ساري توگه زياتي شوې، دا زیاتوالی؛ يو څرگند عامل لري؛ او هغه پر افغانستان د امريكا بريد دئ. جنگونه د ساري بېماريو په څېر دي؛ د يرغلگرو جنگيالي ئې له ځان سره خپل هېواد ته انتقالوي؛ د امريكا دا جنايي پېښي د افغانستان له جگړي سره مستقيم تړاو لري؛ په كورونا كي هم نږدې يو مليون امريكايان ووژل شول؛ يعني چي دلته د مكافات او مجازات ثابت الهي سنت حكم دئ؛ له ظالمانو سره محاسبه حتمي ده.
چا چي د بل هېواد خلاف د يرغلگرو د تېري ملگرتيا كړې؛ د همدې يرغلگر په لاس ئې هېواد اشغال شوى او د مظلومانو انتقام ترې اخيستل شوى؛ اوكراين ئې څرگند مثال دئ؛ د شوروي ځواكونو ملگرتيا ئې وكړه او دا دئ نن د روسي ځواكونو تر بريد لاندي دي؛ د ناټو ملگرتيا ئې وكړه او دا دئ نن د روسيې خلاف د ناټو په جنگ كي سوزي.
