حکمتيار: افغانان ئې بايد د بلي نيابتي جگړي د پيلېدو او له تكرار ئې مخنيوى وكړي
امريكا د بريد گواښونه كوي؛ لهجه ئې ورځ په ورځ تونده كېږي؛ په داسي حال كي چي نه پرون او نه نن له افغانستان امريكا ته كوم گواښ متوجه وو او نه نن؛ مكرر وايي: كه له القاعده او داعش امريكا ته كوم گواښ متوجه شي نو فوري نظامي عكس العمل به ښيي او گواكي داسي عكس العمل ته ئې عملاً ټول چمتو والى نيولى!!
هر افغان پوهېږي چي القاعده او داعش په افغانستان كي داسي فعال حضور نه لري چي امريكا او يا په سيمي كه بل هېواد وگواښي؛ نه دلته څرگند او ثابت مراكز لري او نه د سترو كارونو امكانات؛ عملاً گورو چي دلته په جوماتونو كي له چاودنو پرته بل كار نه تر سترگو كېږي؛ او د گاونډېو په خلاف يوازي تر لسو لږ ړانده داسي راكټونه توغول شوي چي له آمو سيند د اوښتو توان ئې هم نه درلود. دا ټول ښيي چي د امريكا گواښونه بې دليله او هسي پلمې او بهانې دي.
امريكا د افغانستان د ستونزو حلولو په ارتباط هيڅ رغنده او واضح طرح نه لري؛ د ماضي له تكرار پرته بل او نوى بديل نه دئ ترې اورېدل شوى.
د سيمي او گاونډيو له وضعيت او د ځينو لوريو له اظهاراتو او اقداماتو داسي معلومېږي چي خداى مه كړه موږ به ښايي د 2001 ميلادي كال له وضعيت سره بيا مخامخ شو؛ له يوه بل مشترك بريد؛ د امريكا تر مشرۍ لاندي؛ داسي چي گاونډيان به مو يو ځل بيا د بريدگرو ملگرتيا وكړي؛ ځيني ډلي همدې ته منتظر دي او همدا غواړي.
هغه څه چي افغانان ئې بايد وكړي؛ دا دي چي د بلي نيابتي جگړي د پيلېدو او له تكرار ئې مخنيوى وكړي، او پرېنږدي هېواد مو يو ځل په داسي جگړي كي ښكېل شي.
له دې حالت د هېواد د ايستلو مسئوليت تر ډېره بريده إمارت ته متوجه دئ؛ د رغنده تصميم فرصت لري؛ د وضعيت د دوام بدي پايلي ئې هم تر نورو وړاندي دوى ته صدمه رسوي. داسي طرح بايد وړاندي كړي چي ټول افغان لوري پرې قانع كړي او د بحران په عاجل او دائمي حل كي مرسته وكړي؛ داسي طرح چي له مخالفينو بلا قيد وشرط تسليمېدا غواړي؛ د منلو او عملي كېدو احتمال ئې ډېر كمزورى دئ.
وروڼو خوېندو!
نړۍ وال وضعيت هم داسي دئ چي د يوې بلي ستري جگړي په لوري درومي؛ پر تايوان د چين د بريد احتمال زيات شوى، چين ته د متحده ايالاتو د جمهور رئيس جوبايدن جدي او توند گواښ ښيي چي د داسي پېښي احتمال قوي گڼي؛ هغه ويلي: كه چين پر تايوان بريد وكړي نو امريكا به په نظامي عملياتو لاس پوري كړي؛ كه څه هم جوبايدن د گواښ تر څنگ دا هم وويل چي د واحد چين له معاهدې سره موافق دي؛ خو نه د زور كارولو له لاري؛ چين په ځواب كي ويلي: امريكا د واحد چين معاهده نقض كړې. له همدې گواښ وروسته؛ په حساسي سيمي او حساس وخت كي د چين او روسيې گډ هوايي مانور د دې ښكارندوى دئ چي په جنوب شرقي آسيا كي د داسي جگړي احتمال شته چي يوه لوري ته به چين او روسيه او بل لوري ته ئې امريكا او ناټو پكي ښكېل وي.
دعاء كوو چي الله تعالى زموږ مظلوم ولس او جنگ ځپلى هېواد د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو وژغوري، د دښمنانو توطئې شنډي كړي او له ناامنيو، جگړو، فقر او لوږي فارغ افغانستان او بشپړ اسلامي نظام زموږ مظلوم ولس ته ورپه برخه كړي. آمين
