No-IMG

د حکمتيار صاحب څلورم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ دجوزا لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان  د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار څلورمه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

په نننئ درسي حلقه کي

د «الواقعة» سوره پر هغه قسمونو بحث وشو چي د لاندينئ مُدعیٰ

(قيامت به هرومرو راځي) د إثبات لپاره راوړل شوي.

 

ښاغلي حکمتيار وويل:

د الواقعة په سورې كي هم، د النجم د قسم په څېر؛ د قيامت د اثبات لپاره د ستورو په مواقع باندي لوړە شوې، هلته چي فرمايي:

(فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ ٧٥ وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٞ لَّوۡ تَعۡلَمُونَ عَظِيمٌ). ٧٦

(نو نه؛ د ستورو په موقعيتونو لوړە كوم او دا خو يقيناً چي ستر قسم دئ كه پوه شئ).

او د قسم ځواب دا دئ:

(إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانٞ كَرِيمٞ ٧٧ فِي كِتَٰبٖ مَّكۡنُونٖ ٧٨ لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُطَهَّرُونَ). ٧٩ (تَنزِيلٞ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ). ٨٠

(بې شكه چي دا عزتمن قرآن دئ، په مكنون كتاب كي، له پاكانو پرته ئې بل څوك نشي مس كولى، د رب العالمين له لوري نازل شوى).

 

قدرمن مشر وويل:

د الواقعة سوره له سر تر پايه د قيامت د ستري واقعې په اړە تفصيلي بحث كوي، له دې قسم مخكي د قيامت د منكرينو په ځواب كي چي ويل به ئې: (آيا موږ به له هغه وروسته بيا راژوندي كېږو چي په خاورو او هډوكو بدل شو او آيا زموږ مخكني پلرونه به هم راژوندي كېږي)؟ دوى ته ويل شوي: (هو؛ تاسو او ستاسو پلرونه به ټول هغي معلومي ورځي ته راغونډ كړى شئ)؛ بيا ورته ويل شوي: (تاسو خو موږ پيدا كړي يئ، ولي بيا ژوندون رښتيا نه گڼئ)؟! ورپسې د بيا ژوندون په اړە څو مهم دلائل وړاندي كوي:

لومړی:    دا ستاسو د مني نطفه تاسو په يوه ژوندي مخلوق بدلوئ كه الله؟

 

دوهم:       دا په زمكي كي شيندلې او كرل شوې دانه تاسو د بوټي په څېر رازرغونوئ كه الله؟

 

درېيم:       دا له ورېځو اوبه تاسو رانازلوئ كه الله؟

 

څلورم:     كه الله وغواړي چي بارانونه ونشي او په بحر كي ستاسي اوبه همداسي تروې پرېږدي؛ څوك به باران ووروي او څوك به دا د بحر تروې اوبه خوږې كوي؟

 

پنځم:        تاسو چي اور بلوئ؛ دا د سوند ونه او بوټى ئې تاسو پيدا كړى كه الله؟

 

قدرمن مشر د يادو پوښتنو ځواب ته په إشارې سره وويل:

څوك چي دا حقائق په خپلو سترگو گوري؛ څنگه د بيا ژوندون خبره ورته گرانه او د نه منلو برېښي؟ څنگه هغه ذات له دې عاجز گڼي چي دا ټول ستر ستر كارونه د ده په اراده ترسره كېږي؟

له دې وروسته د ستورو په مواقع لوړە شوې؛ گورئ چي هر ستورى ځانته بېل بېل مدار لري، په دې مدار كي په منظمه توگه، يوې خوا بلي خوا ته له انحراف پرته خوځي، له يوې شېبې وروسته مخكي كېدو پرته طلوع او غروب كوي، دا بې حسابه ستوري، په دې بې انتهاء فضاء كي، دا ټول څوك اداره كوي؟ څوك هر يو په خپل مدار كي ساتي؟ آيا د دې خور او پراخ عالم ساتونكى او اداره كوونكى ذات له دې عاجز گڼئ چي تاسو بيا راژوندي كړي؟

 

نوموړي زياته کړه:

د قرآن په ډېرو نورو آيتونو كي هم دې ته ورته ويل شوي چي آيا د دې آسمانونو پيدا كول گران كار دئ كه ستاسو بياژوندي كول؟ لكه چي فرمايي:

(ءَأَنتُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُۚ بَنَىٰهَا). النازعات: 27

(آيا ستاسو پيدايښت گران كار دئ كه آسمان چي جوړ ئې كړ؟)

بل ځای کي فرمايي:

(لَخَلۡقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ أَكۡبَرُ مِنۡ خَلۡقِ ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ). غافر: ‏57

(د آسمانونو پيدايښت د خلكو تر پيدايښت ډېر ستر او لوى كار دئ خو اكثر خلك نه پوهېږي).

 

د حزب اسلامي افغانستان  د قدرمن أمير پر وينا

له دي شرحي وروسته د دغه قسم او ځواب تر منځ د ارتباط په څرنگوالي پوهېدل آسانه دي او هغه دا چي:

قرآنكريم وايي: چي الله تعالى به مړي بياراژوندي كوي، د آسمانونو دا بې شمېره ستوري چي هر يو ئې په خپل خپل مدار كي ساتل كېږي په دې شهادت وركوي چي دا عالم يو قدير او ځواكمن ساتونكى او پالونكى لري، قرآن د همدغه رب العالمين له لوري رالېږل شوى، دغه قرآن چي د كومي خبري دعوى كوي د ستورو مواقع د هغه په حقانيت شهادت وركوي، خو په دې قرآن هغه څوك پوهېدى شي او د هغه اسرارو ته ئې لاس رسي چي پاك وي، ناپاكان، چي افكار ئې گنده وي، عزائم ئې گنده وي، د زړە او دماغ سلول سلول ئې له گنده رزق-روزي جوړ شوى او له فاسدو او گنده افكارو ډك وي، هغوى د قرآن په حقائقو له پوهېدو عاجز دي، له قيامت د دوى د انكار وجه دا نه ده چي كافي او قانع كوونكي دلائل ئې مخي ته نه دي ايښودل شوي، قرآن كافي دلائل نه دي وړاندي كړي يا په دې عالم كي خواره دلائل د منكرينو د قانع كولو لپاره كافى نه دي؛ برعكس د دوى گندگي، گنده زړە او دماغ او گنده افكار او عزائم په دې حقيقت باندي د باور او ايمان مانع گرځي.

 

دغه راز نوموړي دا هم وويل:

ځينو دا آيت (لايمسه إلا المطهرون) داسي تعبير كړى چي گواكي له پاكانو پرته دي بل څوك هغه نه مسح كوي؛ په داسي حال كي چي دا نه د آيت سمه او دقيقه ترجمه ده او نه ئې معنى او مطلب؛ نه (لا) ناهيه ده او نه له (مس) مراد مسح كول او لاس راكښل دي؛ مراد ئې قطعاً دا نه دئ چي له پاكانو پرته دي بل څوك هغه ته لاس نه وروړي؛ مراد ئې دا دئ چي له پاكانو پرته ئې بل څوك نشي درك كولى. نوموړي د لا وضاحت په پار تر دې آيت وړاندي آيتونو ته په إشارې سره وويل:

(إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانٞ كَرِيمٞ). ٧٧ (فِي كِتَٰبٖ مَّكۡنُونٖ). ٧٨

(بې شكه چي دا عزتمن قرآن دئ، په پوښل شوي كتاب كي).

 

نوموړي وويل:

د مكنون: پوښل شوي؛ له لفظ معلومېږي چي د (لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُطَهَّرُونَ) معنى دا ده چي د دې مكنون كتاب كنّه «مخفي موارد» او حقيقت ته هغه څوك رسېدى شي چي له گنده افكارو او عزائمو پاك وي؛ مراد ئې مسح كول نه دي؛ ځكه ناپاكان ئې هم مسح كولى شي؛ كافران او منافقان ئې هم مسح كولى شي؛ دا اوس قرآن د ډېرو ناپاكانو په لاس د غولوونكي وسيلې په توگه كارول كېږي.

 

نوموړی زياتوي چي:

دا هم بايد واضح كړو چي په (فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ) كي د (فَلَآ أُقۡسِمُ)معنى څه ده؟ 

ځيني داسي انگېري چي گواكي دلته ويل شوي چي د ستورو په تمځايونو او موقعيتونو لوړە نه كوم؛ يعني دا داسي څرگند حقيقت دئ چي د اثبات لپاره ئې قسم ته ضرورت نشته؛ دا رأى ځكه ضعيفه او ناسمه ده چي عملاً لوړه شوې ده؛ كه قسم ته ضرورت نه وو نو ولي لوړه شوې؟!! بله ډله بيا وايي: دلته «لا» زائده ده؛ او گواكي معنى ئې دا ده چي قسم كوم!! دا رأى او تعبير هم له دې كبله ناسم دئ چي قرآن ته زائد لفظ منسوب شوى؛ په داسي حال كي چي په قرآن كي نه زائد څه شته او نه ناقص؛ قرآن بشپړ دئ؛ هم د كلام د تركيب او ادبياتو له پلوه او هم د معنى او مفهوم له كبله؛ هغه څوك په قرآن كي د لاس وهلو جسارت كوي او څه زياتوي او كموي چي يا د قرآن له اصلي الفاظو د سم مطلب اخيستلو وړتيا او ظرفيت نه لري او يا خپله سليقه و شخصي رأى پر قرآن تحميلوي؛ له هيچا داسي اسلوب مه منئ او په فوري ردولو كي ئې ځنډ مه كوئ.

سمه رأى او سالم تعبير دا دئ چي دلته په «لا» سره د مخاطب رأى او خبره رد شوې او بيا د خپلي مدعى د اثبات لپاره شاهد وړاندي شوى؛ هلته چي فرمايي

(فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ). ٧٥ (وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٞ لَّوۡ تَعۡلَمُونَ عَظِيمٌ). ٧٦

(نو نه؛ د ستورو په موقعيتونو لوړە كوم او دا خو يقيناً چي ستر قسم دئ كه پوه شئ).

يعني خبره داسي نه ده چي تاسو ئې انگېرئ؛ بلكي داسي ده چي پتمن او كريم قرآن ئې وايي او د اثبات لپاره دا له ستورو ډك آسمان د شاهد په توگه وړاندي كوي.

(إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانٞ كَرِيمٞ). ٧٧ (فِي كِتَٰبٖ مَّكۡنُونٖ). 78

(بې شكه چي دا عزتمن قرآن دئ؛ په مكنون كتاب كي).

او دا كټ مټ داسي دئ لكه چي په لاندي آيت كي راغلي:

(فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا). النساء 65

(نو نه؛ ستا په رب قسم چي تر هغه ئې ايمان نه دئ راوړى چي تا په خپلمنځيو شخړو كي حَكَم ونه گرځوي، بيا ستا د پرېكړي په اړه په خپلو زړونو كي تنگوالى ونه مومي او په بشپړه توگه تسليم نشي).

لكه دلته چي لومړى مخاطب ته په (فلا) سره ويل شوي چي ستا د زعم و رأى خلاف حقيقت بل څه دئ او بيا په لوړي سره اصلي خبره او حقيقت بيان شوى؛ همدا اسلوب په (فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ) كي كارول شوى.

 

دغه راز قدرمن مشر په

«القلم» سوري په قلم سره لوړي ته هم تفصيلي إشاره وکړه او ويي ويل:

د قرآن او هر ليكوال د كتاب تر منځ ژور تفاوت دا ښيي چي دا د الله كتاب دئ.

د القلم سورې په لومړي آيت كي په قلم او هغه څه چي دوى ئې ليكي لوړە شوې او ورپسې پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي ته د خپل رب د پيرزويني له كبله مجنون نه يې:

(نٓۚ وَٱلۡقَلَمِ وَمَا يَسۡطُرُونَ). ١

(نون؛ قسم په قلم او په هغه څه چي دوى ئې ليكي).

او د قسم ځواب دا دئ:

(مَآ أَنتَ بِنِعۡمَةِ رَبِّكَ بِمَجۡنُونٖ). ٢

(ته د خپل رب د نعمت له كبله مجنون نه يې).

(وَإِنَّ لَكَ لَأَجۡرًا غَيۡرَ مَمۡنُونٖ). ٣

(او يقيناً چي خامخا تا ته نه غوڅېدونكى اجر دئ).

(وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٖ). ٤

(او بې شكه چي ته په سترو سترو خصلتونو سمبال يې).

تر دې وړاندي چي دلته د قسم او ځواب تر منځ ئې په ارتباط پوه شو او دا توضيح كړو چي څنگه "قلم" او "هغه څه چي دوى ئې ليكي" په دې خبري شهادت وركوي چي پيغمبر عليه السلام لكه څنگه چي د ده دښمنان وايي مجنون نه دئ؛ خامخا به ئې تلپاته اجر په برخه شي او دى په سترو سترو خصلتونو سمبال دئ؛ بايد څو خبرو ته پام وكړو:

 

الف•        قريشو هغه وخت د پيغمبر عليه السلام په خلاف ناروا او ظالمانه تبليغات پيل كړل چي ده قرآن ته راوبلل، له دې د مخه ئې هغه ته په ډېره درنه سترگه كتل، د ده راتلونكى او د ده له كبله ئې د ټول قوم راتلونكى ډېر روښان گڼلو، د هر چا دا طمع وه چي دى به ستر لارښود او د ولس ناجي وي؛ خو كله چي دى په پيغمبرۍ مبعوث شو، په ټولني كي په خور فساد، ظلم، شرك او جهل ئې اعتراض وكړ او خلك ئې د يوه الله عبادت ته راوبلل؛ له ده سره مخالفتونه پيل شول او دښمنان ئې په عداوت او عناد كي هومره مخكي ولاړل چي دى ئې په جنون او ليونتوب متهم كړ!!

 

ب•          په دوهم آيت كي دغي خبري ته اشاره شوې او پيغمبر عليه السلام ته په خطاب كي ويل شوي: ستا رب تا ته خپل ستر نعمت پيرزو كړ او دا قرآن چي د الله لوى نعمت دئ تا ته دركړى شو اوس د دغه نعمت له امله ستا دښمنان تاته مجنون وايي؛ د دوى دښمني له تا سره نه بلكي له هغه قرآن سره ده چي ته ئې منلو ته وربلې.

 

 نوموړی وايي:

د دغو خبرو له توضيح وروسته؛ د قسم او ځواب تر منځ ئې د ارتباط په اړە بايد ووايو:

1:            هر قلم چي د قلم له پيدايښت تر نن پوري څه ليكلي، تاسو اي قريشو چي څه ليكلي او ليكئ، دا ټول له هغه قرآن سره مقايسه كړئ چي محمد عليه السلام راوړى، بيا د دې كتاب او د راوړونكي په اړﮦ ئې قضاوت وكړئ او وگورئ چي تاسو له دې سره په مخالفت كي څومره ستره جفا او ظلم كوئ، مخصوصاً چي د همدغه عظيم الشأن قرآن له كبله "چي د هيڅ قلم او د هيچا ليكنه ورسره برابري نشي كولى" تاسو ده ته مجنون واياست؛ څومره ظالمانه قضاوت!! څومره په عناد، حق تلفي او حق دښمني ولاړ قضاوت!!

 

2:            تر بعثت او د دې قرآن له وړاندي كولو مخكي هيچا د پيغمبر عليه السلام په خلاف تبليغات نه كول، هر چا ستايلو، هغه ئې امين، صادق او پوه انسان گڼلو، د ده په لوړ شخصيت ئې اعتراف كولو، هر چا له ده او د ده له مستقبل ډېر توقعات لرل، خو له بعثت وروسته كله چي الله پر ده فضل وكړ او د قرآن په څېر ستر نعمت ئې وركړ او ده د خلكو مخي ته قرآن كښيښود او هغه ته ئې راوبلل، نو د خلكو له كينې، دښمني او عداوت سره مخامخ شو، هغو چي پرون ئې د ده ستايني كولى اوس ده ته مجنون وايي!! الله تعالى په دې آيتونو سره له يوې خوا ده ته اطمئنان وركوي چي پر تا د قرآن نزول او تا ته چي د الله له لوري كومه دنده دركړى شوې دا خو د الله لوى فضل دئ، پر تا هم او ستا پر قوم هم، د دوى تبليغاتو ته له اعتناء پرته خپل مأموريت تر سره كړە، له بلي خوا د ده مخالفينو قريشو ته وايي چي د پيغمبر عليه السلام دعوت، د روښانه راتلونكي په اړە د ده هيلي، د خپلي مبارزې د حتمي بري په اړﮦ د ده ډاډ، هسي احساسات او جذبات او له ليونتوبه ډك توقعات ئې مه گڼئ او له مخالفت او دښمني ئې لاس واخلئ. كوم څه چي تاسو د ده په خلاف دښمني ته هڅوي هغه په حقيقت كي د الله يو ستر نعمت دئ، د ده لپاره هم او ستاسو لپاره هم، عجيبه ده چي دغه قرآن، دا د الله ستر نعمت، دا چي هيڅ قلموال او ليكوال ئې سيالي نشي كولى؛ ستاسو د مخالفت سبب شوى!!

 

قدرمن مشر زياته کړه:

كه څه هم ځيني مفسرين په دي باور دي چي دلته له قلم هغه قلم مراد دئ چي په هغه سره پر لوح محفوظ ليكنه شوې، يا ئې ملائكي كاروي، او الهي وحي پرې ليكي، خو دقيقه خبره دا ده چي له دې قلم هر هغه قلم مراد دئ چي انسان ئې كاروي، قلم په عامه صيغه راغلى، نه سمه او نه دا حق لرو چي ځانگړى او مشخص قلم ئې وگڼو. همدا راز ځيني مفسرين؛ په (ما يسطرون) كي راغلې (ما) مصدري (ما) گڼي؛ او ځيني ئې موصوله (ما)؛ او ځيني ئې هم د جمع ذوي العقول په معنى نيسي او دا ژباړي ئې كوي:

1.            قسم په قلم او په هغه څه چي دوى ئې ليكي.

 

2.            قسم په قلم او ليكلو ئې.

 

3.            قسم په قلم او هغه چي ليكل كوي.

 

نوموړي وويل:

كه قسمونو او له ځواب سره ئې تړاو ته لږ ځير شئ په دې پوهېدى شئ چي يوازي لومړى تعبير دقيق او سم دئ.

په دوهم آيت كي چي د مخكينيو دواړو قسمونو ځواب دئ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي: ته مجنون نه يې، (بنعمة ربك)؛ د هغه الهي نعمت له كبله چي د قرآن په بڼه كي ئې پر تا پېرزو كړى؛ وروستى آيت ښيي چي له نعمت مراد قرآن دئ. دا چي دوى ولي پيغمبر عليه السلام د مجنون په نامه ياداوو د مفسرينو ترمنځ څو توجيهات گورو:

الف: هغه مبارزه چي پيغمبر عليه السلام پيل كړې؛ غواړي خلك له خپل لرغوني پلرني دين او مذهب لاس واخلي، د خپلو ځانگړو بتانو او خدايانو عبادت پرېږدي؛ او پر ځاى ئې يوازي يو خداى ومني، خپل زوړ او پلرنى دود، دستور، اخلاق او اطوار بدل كړي، په ټولني حاكم سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظام نسكور شي، د انسانانو تر منځ توپيرونه او تفاوتونه له منځه ولاړ شي، غلام او بادار برابر او د يوه نسل او له يوه مور پلار پيدا شوي وگڼي، دا ومني چي ټول انسانان سره برابر دي، د ده نوى دين دي قبول كړي، دى دي د خداى پيغمبر او د الهي وحي امين ومني، كه نه نو الهي عذاب به پرې نازلېږي، د دې دعوت په ضد به ستاسو ټولي هڅي بې ثمره پاته كېږي، حق به خامخا بريالى او باطل به په زوال محكومېږي؛ دا دين او د دې دين پلويان به پر ټولو اديانو غالبېږي؛ دا داسي ادعاءگاني دي چي يوازي يو لېونى ئې ويلى او منلى شي، له يوه هوښيار او عاقل انسان ډېره لري ده چي داسي خبري ئې په ژبه راشي يا ئې ومني، دا باور چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به له خپل دغه واړه ټولگي سره چي د ټولني له بې وزلو او مستضعفينو جوړ شوى، نه زور ځواك لري او نه قومي نفوذ او ملاتړ؛ پر ځواكمنو مخالفينو او پر ټولني مسلطو دښمنانو غالب شي؛ دا هسي خوب، خيال او جنون دئ او خوشي احساسات او جذبات؛ گواكي دا خبري به يوازي هغه څوك كوي چي خپل عقل ئې له لاسه وركړى وي او په جنون او لېونتوب اخته شوى وي.

 

ب: له دې خبري د دوى مقصد دا وو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا ادعاء حقيقت نه لري چي دى د الله تعالى پيغمبر دئ، وحي پرې نازله شوې، د وحي حامل فرشته ورته راغلې او الهي پيغام ئې ورته راوړى؛ بلكي شيطان ورته راغلى او ده د فرشتې گمان پرې كړى؛ پېريان پرې ناست دي او د ده حواس ئې مختل كړي؛ شيطاني القاءات او وسوسې ئې الهي وحي گڼې.

 

قدرمن مشر زياته کړه:

د لومړۍ توجيه لپاره څو مضبوط دلائل لرو:

لومړى: د سورې ټول آيتونه دغه تعبير تأييدوي؛ په هيڅ آيت كي داسي نښه نه گورو چي دوهمه رايه تأييد كړي.

 

دوهم: د سورې له 51 آيت معلومېږي چي كافرانو د قرآن په اورېدو سره دوه ډوله غبرگون ښودو: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ئې په قهرجنو سترگو كتل او د ده په اړه به ئې ويل چي: دا حتماً لېونى شوى. هلته چي فرمايي:

(وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ). القلم 51

(او بې شكه چي كله كافران ذكر (قرآن) اوري نو نږدې وي چي په خپلو (غضبناكو) سترگو سره دي وښويوي او وايي: دى خو هسي لېونى دئ).

 

درېيم: د قرآن له ويناوو معلومېږي چي داسي تبليغات د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام په اړه شوي، هر يوه ته مخالفينو د مجنون خطاب كړى او د زمانې په هر پړاو كي چي څوك د دوى په لار درومي دښمنان به همدا تبليغات او همدا خبره د دوى په ضد كوي؛ د الله تعالى په عبادت كي ډېر انهماك، پر الله توكل او پر الهي تأييد او ملاتړ ډېر اعتماد او باور؛ د سپېڅلو آرمانونو لپاره هري قربانۍ ته چمتووالى؛ او په دې لار كي كړاوونه گالل؛ تل د بې دينو كسانو له لوري جنون گڼل شوى. تر هغه د چا ايمان نه بشپړېږي چي مجنون ونه گڼل شي. دا ځكه چي ټولو پيغمبرانو عليهم السلام ته همدا ويل شوي، تر هغه چي دښمن ستا وضع داسي ونه گڼي چي د ده په معيارونو كي جنون او لېونتوب گڼل كېږي؛ ايمان مو ناقص دئ؛ تر هغه چي دښمن ونه گوري ته د الله تعالى په عبادت كي په بشپړ انهماك لگيا يې، د الله تعالى د رضاء په لټه كي يې، دې مقصد ته د رسېدو لپاره هري قربانۍ ته چمتو يې، د هر ځواكمن او مغرور دښمن په مقابل كي الله تعالى ځان ته كافي گڼې، آخرت ته پر دنيا ترجيح وركوې، شهادت ته چمتو يې، پرهارونه، زولنې او زندانونه منې، كړاوونه او ستونزي گالې، دې ته تيار يې چي خپل هر څه د الله تعالى په لار كي وقف كړې... دا شيان د بې ايمانو خلكو په معيارونو كي جنون او لېونتوب برېښي؛ او ستاسو ايمان يوازي هغه وخت بشپړېږي چي دا خلك تا مجنون وگڼي. هر پيغمبر، هر داعي او هر انقلابي مبارز ته مجنون ويل شوي، د هغه چا خبره څومره درنه ده چي ويلي ئې دي: (د تاريخ په اوږدو كي ټول انقلابونه د هغو انقلابيونو په لاس راغلي چي تر بري مخكي خلكو ورته مجنون ويلي!!)

 

همدا راز نوموړي دا هم وويل:

په تفسيرونو كي ځيني نور توجيهات او تعبيرات هم مومو چي پر قلم او ما يسطرون لوړه؛ او د قسمونو د ځواب (ما انت بنعمة ربك بمجنون) په اړه شوي چي يو ئې دا دئ: قسم په هغه قلم چي قرآن پرې ليكي، دا قرآن شاهد دئ چي ته مجنون نه يې. كه څه هم د دې تعبير دوهمه برخه داسي ده لكه د يٰس په سوره كي چي راغلي:

(وَٱلۡقُرۡءَانِ ٱلۡحَكِيمِ ٢ إِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٣) يٰس: 2-3                                       

(قسم په باحكمته قرآن؛ چي ته يقيناً يو له پيغمبرانو يې).

 يعني دا حكيم قرآن شهادت وركوي چي ته پيغمبر يې، له يوه پيغمبر پرته بل څوك داسي له حكمته ډك كتاب نه شي راوړى. خو په دغو تعبيرونو كي څو اساسي اشكالات گورو:   

الف•        قلم ئې خاص كړى؛ حال دا چي د آيت په متن كي عام دئ.

 

ب•          (مايسطرون) ئې خاص كړى؛ حال دا چي د خاص‌والي لپاره ئې كومه نښه او دليل نه گورو.

 

ج•           د كلام له فحوى معلومېږي چي د (مايسطرون) فاعل د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مقابل لوري ليكوالان دي، نه هغه كسان چي پر پيغمبر عليه السلام ئې ايمان راوړى او قرآن ليكي.

 

نوموړی زياتوي چي:

دقيق تعبير دا دئ: كه قلم معيار ونيسو، او تاسو خپلي ليكني د قرآن په څنگ كي كښېږدئ؛ او دا دواړه سره مقايسه كړئ؛ پراخ او ژور توپير به مو تر سترگو شي؛ قرآن به تر ټولو لوړ ومومئ؛ نو آيا دا به ستره جفا او ظلم نه وي چي د دومره ژور توپير او تفاوت له ليدو سره سره تاسو د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دعوت په حقانيت اعتراف ونه كړئ او د ده له مخالفته لاس وانه خلئ؟!

د سورې درېيم آيت په ډېر وضاحت سره ښيي چي دښمن؛ د پيغمبر عليه السلام كار بې حاصله او بې ثمره گڼي او په خپلو تبليغاتو كي په دې خبري تأكيد كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه شي كولى له خپلي مبارزې خاصه نتيجه تر لاسه كړي؛ د دې هيڅ امكان نشته چي كار ئې رونق ومومي، زيات خلك ورسره ملگري شي، خپلو موخو ته ورسېږي او په ټولني كي بدلون او انقلاب راولي، هسي ئې د احساساتو او لېونتوب بې حاصله كار ته ملا تړلې. قرآن د دوى په ځواب او د دې كافرانه ذهنيت د ترديد لپاره فرمايي: (مطمئن او ډاډه اوسه چي ته به د خپلو هلو ځلو دائمي او نه غوڅېدونكى اجر او بدله ترلاسه كوې؛ هيڅ څه نه شي كولى د هغو نتائجو د تحقق مخه ونيسي چي الله تعالى به ئې ستا پر هڅو او كوښښونو مرتب كوي)، هلته چي فرمايي (وَإِنَّ لَكَ لأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ)؛ له (لأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ) مراد هم د عملونو دنيوي اجر او بدله ده او هم اخروي.

او په څلورم آيت كي ويل شوي: ته لوړ اخلاق لرې، ستا اخلاقي لوړوالى ستا او ستا د تگلاري حقانيت ثابتوي؛ دوى دي راشي ستا لوړ اخلاق دي ستا د مخالفينو او معارضينو له پرېوتي اخلاق سره مقايسه كړي او د دې له مخي دي ستا او ستا د مخالفينو د تگلارو په اړه قضاوت وكړي.

 

نوموړي دغه راز دا هم وويل:

د هر فكري دعوت ماهيت او له نورو ئې لوړوالى نه يوازي له دې لاري درك كولى شو چي محتوى او شعارونه ئې له نورو سره مقايسه كړو بلكي له دې لاري ئې ښه معلومولى شو چي د پلويانو عملي او اخلاقي وضع ئې سره مقايسه كړو.

په دې مبارك آيت كي دا ظريفه اشاره هم مومو چي له تا سره اې پيغمبره! د دوى د مخالفت يوه اساسي وجه دا ده چي ستا اوچت او لوړ اخلاق؛ هغه افراد مخالفت ته هڅوي چي پرېوتي، ذليل، مفسد، بدكاره، دروغجن، فتنه گر، د خير مانع، تيرى كوونكي، گنهگار، بد خصلته او لئيم دي، دا بد اخلاق عناصر نه شي كولى ستا په څېر د اوچت او لوړ اخلاق انسان، صالح او ستر شخصيت په خپلي خوا كي وزغمي.

په ورپسې آيتونو كي د مخالفينو پرېوتي اخلاق داسي انځور شوي:

(فَلَا تُطِعِ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ٨ وَدُّواْ لَوۡ تُدۡهِنُ فَيُدۡهِنُونَ ٩ وَلَا تُطِعۡ كُلَّ حَلَّافٖ مَّهِينٍ ١٠ هَمَّازٖ مَّشَّآءِۢ بِنَمِيمٖ ١١ مَّنَّاعٖ لِّلۡخَيۡرِ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ ١٢ عُتُلِّۢ بَعۡدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ ١٣ أَن كَانَ ذَا مَالٖ وَبَنِينَ ١٤ إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ) ١٥

(۸- نو د دغو مكذبينو اطاعت مه كوه، ۹- خوښوي چي كاش ته مداهنت وكړې چي بيا دوى هم مداهنت وكړي. ۱۰- او اطاعت مه كړه د هر سپك قسم خور. ۱۱- عيب لټوونكى، چُغل‌گر. ۱۲- د خير مانع، متجاوز، گنهگار، ۱۳- بدخوى، سربېره پر دې بدنام. ۱۴- د دې لپاره چي د مال او د اولاد خاوند دئ. ۱۵- چي زموږ آيتونه پرې ولوستى شي؛ وايي به: د مخكينيو قصې دي).

 

د درس په پای کي ښاغلي حکمتيار د گډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي او مُقَنّع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک