No-IMG

حکمتيار: د مقتدره او باصلاحيته شوری لپاره بايد شفاف انتخابات ترسره شي

كه همدغو مخالفينو؛ له خپلو بدو او تورو سوابقو سره؛ د بحران د حل په اړه كومه رغنده طرح وړاندي كړي نو موږ به ئې حمايت كوو؛ دوى ته وايو: په جنگ سره هيڅ نشئ تر لاسه كولئ؛ هيڅ مؤمن او شريف افغان د مخكني نظام او پرديپالو واكمنو بيا اعاده او مجدد تسلط؛ هيڅكله او په هيڅ صورت كي نه مني؛ د حل يوازينۍ لار دا ده چي:

1.               ټول افغان لوري د مخكنيو خونړيو او ناكامو تجربو تكرار؛ د تل لپاره نفي كړي؛ اقتدار ته د پرديو د مټو او وسلو په زور رسېدل پرېږدي.

2.               صادقانه او بلا قيد او شرط خپل منځي مذاكرات؛ د پرديو له وساطت او وصايت پرته او د هېواد دننه پيل كړو؛ كه د هېواد دننه درته گران برېښې نو په داسي بهرني هېواد كي پيل شي چي مستقل وي او په لويو ځواكونو پوري نه تړلى وي او نه هلته د د دې ځواكونو اغېز او اډه وي.

3.               په داسي شفاف انتخاباتو توافق وشي چي په نتيجه كي ئې ملت شموله مقتدره او با صلاحيته شورىٰ رامنځته شي. دا انتخابات به نه د جمهوري رياست لپاره وي او نه پارلماني انتخابات؛ بلكي يوازي د داسي شورى جوړولو لپاره به وي چي د ملت واقعي ممثله شورىٰ رامنځته كړي؛ هغه شورىٰ چي د مهمو ملي مسائلو په اړه به د تصميم او پرېكړو وروستۍ مرجع وي.  

4.               دغه شورىٰ به د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه وروستى تصميم نيسي او پرېكړو ته به ئې ټول لوري التزام او تمكين لري؛ د اوسني سرپرست حكومت پر ځاى به نوى حكومت جوړوي، نوى حكومت به نه د اقتدار د وېش له لاري جوړېږي او نه به ائتلافي وي، سرپرست حكومت به تر هغه دوام كوي چي شورىٰ د هغه پر ځاى د بل حكومت جوړولو پرېكړه وكړي؛ شورىٰ به هېواد ته نوى اساسي قانون تصويبوي؛ د نظام او حكومت څرنگوالي،  د زعامت د عزل او نصب مرجع؛ صلاحيتونه او مسئوليتونه ئې؛ د كار موده ئې، سياسي احزاب او اړوند لوائح او مقررات ئې، د هېواد او نظام نوم، بيرغ، نشان، د افغانستان پولي، دوست او دښمن، جنگ او صلح او دې ته ورته مهمو ملي مسائلو په اړه به وروستۍ پرېكړه كوي.

5.               راتلونكى نظام به د دغه نوي اساسي قانون مطابق جوړېږي او قدرت به په سوله ايزه توگه هغه ته انتقالېږي.

خو كه دا مخالفين د تفاهم پر ځاى د تقابل او جنگ شعارونه وركوي او د بل نيابتي جنگ پيلولو هڅه كوي؛ نو موږ او ټول افغان ولس بيا له دې پرته بل انتخاب نه لرو چي په وړاندي به ئې كلك ودرېږو او له خپل مظلوم ملت به د تل په څېر په مېړانه دفاع كوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک