حکمتيار: له ټولو گاونډيو مو غوښتي چي د وسله والو مخالفينو حمايت ونه کړي
وروڼو خوېندو!
موږ له ټولو گاونډيو؛ د تركيې، پاكستان او ايران په شمول غوښتي چي د وسله والو مخالفينو او د دوى له جنگي سياستونو حمايت ونه كړي؛ دوى ته د داسي تحركاتو اجازه ورنه كړي چي د بل نيابتي جنگ په پيلېدو منتج كېږي او تاسو هم په كي ښكېلوي. موږ ته ئې اطمئنان راكړى چي داسي به نه كوي؛ هيله ده زموږ ټول گاونډيان همدا دريځ غوره كړي؛ او په سيمي كي د بلي جگړي پيلېدا د ټولو په ضرر وگڼي.
وروڼو خوېندو!
په تاجكستان كي د ايران له لوري د ډرون طيارو جوړولو توافق ډېرو افغانانو ته اندېښنې راولاړي كړې؛ دا ځكه چي تاجكستان وسله والو مخالفينو ته دوه ځلي پناه وركړې؛ اوس هم او هغه مهال هم چي شمالي ټلواله د حزب اسلامي او طالبانو په خلاف جنگېدله؛ پرون ئې هغوى ته د كولاب اډه وركړې وه او نن د فرخار هوائي اډه. كه ايران د تجارتي مقاصدو او موخو لپاره دا كار كوي؛ نو غوره به دا وي چي دا كار هغه مهال ته وځنډوي چي په افغانستان كي د بلي نيابتي جگړي گواښونه او احتمالات پاى ته رسېدلي وي.
