No-IMG

حکمتيار: له هېواد بهر د مقاومت ائتلافونه کومه نتيجه نه لري

حتماً به خبر شوي يئ چي د مخكيني پرځېدلي رژيم ځيني فراري چارواكي په انقره كي او د يوه جنرال په كور كي راغونډ شوي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره ئې دا غونډه پاى ته رسولې؛ په غونډي كي داسي څېرې يو ځاى شوې چي تر دې وړاندي؛ په وار وار يو د بل خلاف په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي؛ ويلى شو چي دا په حقيقت كي د پرځېدلي حكومت د فراريانو غونډه وه؛ كه جمهور رئيس ئې غير حاضر وو نو معاونان، وزيران، د ملي امنيت او استخباراتو رئيسان او مشاورين ئې حاضر ول؛ د اعلاميې اصلي ټكي ئې دوه وو: له إمارت اسلامي ئې غوښتنه كړې چي له دوى سره د مذاكراتو لړۍ پيل كړي او كه داسي ونه كړي نو جنگ به پيل كړي؛ د جنگ لپاره ئې د مقاومت داسي جبهې جوړولو پرېكړه كړې چي نوم ئې (شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان) دئ!!

داسي ائتلافونه او هغه هم له هېواد بهر؛ په وار وار جوړ شوي؛ خو تر ننه ئې نه يوازي كومه مثبته او رغنده نتيجه نه درلوده؛ بلكي له لنډي مودې وروسته نه يوازي شړېدلي بلكي غړي ئې؛ يو د بل خلاف؛ په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي.

د دوى اصلي پټي او څرگندي غوښتني دوه دي: په اقتدار كي مشاركت او د دوى د هغو شتمنيو تضمين چي په تېرو 44 كلونو كي ئې د غارت، لوټ، غصب، غلا او له اشغالگرانو سره د ملگرتيا له لاري تر لاسه كړې؛ نه ئې د بحران لپاره حل لاره وړاندي كړې او نه د جنگ كولو توان او همت لري؛ د پسرلي تېرو دوو مياشتو وضعيت وښوده چي دوى له دروغجنو تبليغاتو پرته هيڅ نشي كولى؛ په دريو ولسواليو؛ اندراب، ورسج او پنجشير كي ئې كمزوري غلچكي عمليات وكړل؛ چي ژر وځپل شول او اوس نه د هېواد په هيڅ برخي كي فعال نظامي حضور لري او نه عمليات؛ دوى د بهرنيو ځواكونو له پراخ نظامي حضور پرته؛ نه تر دې وړاندي جنگېدلي او نه تر دې وروسته د جنگېدلو توان او ظرفيت لري؛ همدا ټول د نجيب د حكومت له نسكورېدو وروسته؛ د حزب اسلامي په خلاف وجنگېدل؛ خو له داسي شرمېدلې ماتي سره مخامخ شول چي په پايله كي ئې د بې نظير بهوټو حكومت پښو ته ولوېدل؛ د افغانانو به ښه په ياد وي چي دوى له طالبانو مرسته وغوښته؛ هغوى ئې د نجات فرشته گڼل؛ او دا پيغامونه ئې ورلېږل: د حزب اسلامي مشكل حل كړئ كابل تاسو ته سپارو!!

خو بيا له همدغو طالبانو سره په پراخ جنگ كي ښكېل شول او نه يوازي له كابل ووتل بلكي خپل مراكز ئې د پنجشير په شمول په ټول شمال كي له لاسه وركړل او كولاب ته وتښتېدل.

د امريكا بي 52 جهازونو تر وزر لاندي كابل ته هغه مهال ننوتل چي طالبان ترې وتلي ول.

اوس هم دوى يوازي په هغه صورت كي راتلي شي چي بهرني ځواكونه كابل ورته بيا فتح كړي؛ او إن شاء الله د دې احتمال او امكان د تل لپاره له منځه تللى؛ هيڅ هېواد به دې ته زړه ښه نه كړي چي د شوروي او امريكا ناكامه تجربه تكرار كړي.

د روسيې او امريكا لپاره د شرقي اروپا او په ځانگړې توگه د اوكراين خونړى جنگ كافي دئ چي په بلي جگړي كي له ښكېلېدو ډډه وكړي.

 

امريكا د افغانستان ټولي كنسولگرۍ او سفارت د پرځېدلي رژيم له حضور او سلطې وايستلې او دروازې ئې وروتړلې؛ او په دې سره ئې غوښتي طالبانو ته دا پيغام ولېږي چي إمارت اسلامي ته ئې د سپارلو په ارتباط دا دئ لومړى گام واخيست؛ او دا په داسي حال كي چي همدغو مخالفينو ته ئې لنډه موده وړاندي نه يوازي په واشنگټن كي دفتر وركړ؛ بلكي اروپايي حليفانو ئې او د ناټو غړو هېوادونو؛ هم پناه وركړې؛ دفترونه او مركزونه ئې په واك كي وركړي او غربي رسنۍ؛ د افغانستان انټرنيشنل په شمول دومره پراخ تبليغات ورته كوي چي له هري وړې او عادي پېښي ستره او خطرناكه قضيه جوړه كړې؛ له داسي غلچكي برېدونو چي مخالفينو پيل كړي؛ او په هغوى كي د تلفاتو شمېر هم لږ او مسئوليت ئې هم د بريدگرو پر غاړه وو؛ داسي څه جوړ كړل لكه چي ستر ملي پاڅون شوى وي او په هغه كي لويه او خونړۍ نسل وژنه شوې وي!! دا په داسي حال كي چي د دريو ولسواليو له دريو كليو پرته نه په پنجشير كي جگړه شوې او نه په بلي هيڅ تاجك مېشتي سيمي كي؛ د پنجشير مسئولين هم تاجك او پنجشيريان دي!! طالبان د پروان او كاپيسا له تاجك مېشتو سيمو او كليو تېر شوي؛ نه دوى له چا سره جنگېدلي او نه نور له دوى سره جنگېدلي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک