No-IMG

‏تر ټولو ښایسته هیواد کوم دی؟

    پاچا ته چا وویل چې بازار کې  د (100) مینځو په قیمت یوه مینځه خرڅیږي! پاچا څوک ورولیږه او هغه مینځه یې راوغوښتله، چې معلومه کړي هغه ولې په دومره لوړ قیمت خرڅیږي؟! هغه راغله، پاچا چې ولیدله حیرانتیا یې نوره هم زیاته شوه، ځکه هغه یوه عادي مینځه وه، ظاهراً یې له نورو مینځو هیڅ ځانګړتیا نه لرله! پاچا هغې ته وویل: وه نجلۍ ستا قیمت ولې دومره لوړ دی؟! هغې ورته وویل: پاچا صیب ، ځکه زه ډېره هوښیاره یم!!

    پاچا ورته وویل: زه څو پوښتنې درنه کوم، که سم او کره ځوابونه دې راکړل؛ نو ازاده به دې کړم او که ځوابونه دې سم نه و، وژنم دي، پوښتنې دا دي:

تر ټولو ښایسته جامه کومه ده؟

تر ټولو خوږ بوی د څه شي دی؟

 تر ټولو خوندور خوراک کوم دی؟

 تر ټولو نرم فرش کوم دی؟

او تر ټولو ښایسته هیواد کوم دی؟

    مینځي ناستو خلکو ته وکتل او په موسکا یې ورته وویل: ما ته زما سامان او زما اس راولئ، زه به حُره او ازاده له دې مجلسه وځم! او بیا یې د پاچا پوښتنو ته ځوابونه پیل کړل. ول تر ټولو ښایسته جامه د غریب یواځنی کمیس دی! چې نور هیڅ نه لري او هغه ژمی ووړی اغوندي. او تر ټولو خوږ بوی د مور بوی ده! ان که هغه د ښار په حمام کې د اور بنۍ ته پوکي هم. او تر ټولو خوندور خوراک، په وږې ګېډه خوراک ده، وږي ته وچه ډوډۍ هم خوږه یي. او تر ټولو نرم فرش هغه دی چې د ارام دماغ او بې اندېښنې انسان پرې څملي.

    له دې وروسته مینځه د دروازې لور ته روانه شوه، خو پاچا غږ پرې وکړ او ورته کړه یې: د وروستۍ پوښتنې ځواب دې رانه کړ؟! مینځي وروکتل او ورته کړه یې: او تر ټولو ښایسته هیواد هغه ازاد هیواد دی چې واک یې د هوښیارانو په لاس کې یي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک