چرګه په څو ده؟
هوټلچي نه مې غوړو کې سره کړې چرګه وغوښتله، هغه راته تیاروله، په دې وخت کې یو غریب غوندې سړی راغی، هوټلچي ته یې وویل: چرګه په څو ده؟ هغه د چرګي قیمت وروښود، سړی لیږ څنګزن شو، لکه پیسې یي چې شمېرلې، بیا راغی، هوټلچي ته یې وویل: مهرباني وکړه! وړه غوندې چرګه راته وګوره، چې کم قیمته یي، هوټل واله په دې وخت کې موبایل غوږ ته کړ او په خبرو لګیا شو، خو له دې سره غریب سړي ته هم متوجه و، هغه ته یې په مثبته توګه سر وښوروه، مطلب هو، د کمو پیسو وړه چرګه هم شته. غریب سړی خوشاله شو او پر شونډو یې موسکا خپره شوه.
هوټلچي خبرې بس کړې، له ځان سره یې شکرونه ایستل، "الحمد لله" یې تکراروله! او د الله تعالی د فضل او نعمتونو یادونه یې کوله، ورسره یې یوه غټه پخه چرګه راوایستله، غریب سړي ته یې پاکټ کې بنده او ونیوله، هغه ته یې وویل: د خیر سړی یې او د خیر مخ دې ده! همدا اوس چې ته راته ودریدلې، ماته موبایل راغی، چا راته وویل: دوه غبرګ زامن دې پیدا شول! نو په دې خوشالي کې دا چرګه زما له خوا تا ته ډالۍ شوه!
سړي ډالۍ ورواخیستله، ډېر خوشاله شو، دعاګانې یې پیل کړې، هوټلچي ته یې د منني او دعا خوندورې جملې وویلې، په خوشالي له هوټله ووت او د کور په لور ګړندی رهي شو. ما دا پېښه په دقت سره څارله، په دې وخت کې زما چرګه هم راتیاره شوه، هوټلچي ته مې چې پیسې ونیولې د دوو زامنو د زیږیدا مبارکي مې هم ورته وویله، خو هوټلچي خبره په خندا راغبرګه کړه! او راته کړه یې: دوه زامن خوپریږده ومنه که مې یو زوی هم پیدا شوي یي او نه چا موبایل راته کړی دی!
دا چل مې ځکه وکړ چې دا سړی غریب خو عزتمن راته ښکاره شو، سوال یې نه کاوه او نه سوالګر و، خو ورسره پیسې کمې وې، نو ما دا طریقه له ځانه ورته جوړه کړه، مال چې یو یې کرامت وساتل شي او بل یې اړتیا پوره ترسره شي!
د انسان عزت، درنښت او ابرو؛ ارزښتناکه شتمنې ده، چې هر انسان یې په ډېر زحمت او لګښت سره ساتي، خو بل لور ته فقر او غریبي زغمل هم ډېر سخت دي، که تاسو له کوم غریب سره مرسته کوئ نو څرنګه چې د هغه فقر او لوږه په نظر کې نیسئ ورسره د هغه عزت او ابرو هم خامخا په نظر کې لرئ، لکه د هوټلچي په څېر، چې یو لور ته یې غریب ته د هغه له اړتیا سره سم غټه چرګه ډالۍ کړه او ورسره یې هغه د سوالګري له ذلته وژغوره. په دې کیسه کې د عامو مسلمانانو لپاره، خصوصا د بنسټونو چلوونکو لپاره ډېر څه شته...
