No-IMG

د غذا او امنیت نعمتونه

    د قریش سورت کې الله ﷻ د قریشو پر قبیله خپلې ښېګڼې او احسانات بیان کړي دي او بیا ورته فرمایي: نو هغوی ته ښايي چي د دې كور (کعبې) د رب عبادت وکړي؛ د هغه ذات چي دوی یې له لوږي وژغورل، خواړه یې ورکړل او له وېرې یې وژغورل، امنيت یې ور په برخه کړ. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هٰذَا الْبَيْتِ. الَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍۭ. [سُوۡرَةُ قُرَيش : 4/3]

    دلته باید متوجه شو چې ایت کې له امنیت ورکولو د ګېډي مړولو خبره مخته شوې ده: {الَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍۭ} مطلب د غریبانو ګېډې مړول ډېر مهم او لومړی درجه کار دی. او له دې وروسته امنیت ورکول دی. مفسرین لیکی دا دواړه کارونه (خلکو ته غذا برابرول او امنیت ورکول) یو بل سره تړلي دي، که یو نه یي بل نیمګړی او بېخونده کرځي، بې امنیته ټول نعمتونه بېخونده یي او صِرف امنیت هم په تشه ګېډه ښه نه لګیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک