د حامد افغان لیکنی
د راتلونکي لپاره
وتلی عالم او ادیب شیخ علي الطنطاوي رحمه الله لیکي: ابتدایي ښوونځي مې د راتلونکي لپاره وویلې، له هغه وروسته یې راته وویل: د راتلونکي لپاره باید منځنۍ زده کړې هم وکړې؛ هغه مې هم ترسره کړې، له هغه وروسته یې راته کړه چې بکلاریوس وکړه، بیا لیسانس او ماستري وکړه، دا ټولې زده کړې مې د راتلونکي لپاره وکړې.
بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید وظیفه پیدا کړې، بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید واده وکړې، بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید اولادونه وزیږوې! ګورئ همدا اوس چې زه دا کرښې لیکم، زما عمر 77 کاله دی! او دې راتلونکي ته زه لا انتظار کوم!
مستقبل او راتلونکی هغه سره ټوټه ده چ...
نور ولوله
د الله ﷻ د مهرباني غلبه
رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې الله مخلوقات پیدا کړل په عرش دپاسه یې له ځانه سره ولیکل: بې شکه زما رحمت، زما له غضبه مخته دی. یعني د الله ﷻ مهرباني د هغه په غضب او قهر غالبه، پیاوړې او زیاته ده. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَمَّا قَضَى اللهُ الْخَلْقَ، كَتَبَ عِنْدَهُ فَوْقَ عَرْشِهِ: إِنَّ رَحْمَتِي سَبَقَتْ غَضَبِي. رواه البخاري
د بېلګې په توګه د بنده د تخلق پروسې له پیل سره پر هغه د الله د رحمتونو لړۍ پیل شي او دا لړۍ روانه پاتې یي، خو د غضب وخت یې هغه مهال راځي چې بنده بالغ شي او ګناه وکړي، هغه هم د رحمت په څیر یقیني نه یي. یعني پر غضب د رحمت سبقت داسې دی چې رحمت یې مخلوقاتو ته بلا استحقاقه رسیږي ، مطلب د رحمت مستحق او...
نور ولوله
د قاضي شریح د واده ګټوره کیسه
مشهور هوښیار او عالم قاضي شریح رحمه الله د بنو تمیم قوم یوه ښځي سره واده وکړ چې "زينب بنت جرير"، نومیدله، دی وایي: کله مې چې هغه د هغې له تره وغوښتله وروسته د بنوتمیم قبیلې د ښځو د زړونو سختي رایاده شوه، نو پښېمانه شوم! نیت مې وکړ له واده مخکې یې طلاقه کړم! خو ځان سره مې وویل چې اوس دې یي، له واده وروسته به ګورو، که ګذاره نه کیدله نو طلاقه به یې کړم.
قاضي شریح کیسه غځوي او له واده وروسته پړاو ته ځي، دی زیاتوي: د واده په اوله شپه چې ورسره یوځای شوم، دوه رکعته لمونځ مې وکړ، الله نه مې د هغې خیر وغوښت او له شره مې پنا وغوښتله، چې سلام مې وګرخوه، شا ته مې وکتل هغه هم په لمانځه راپسې ولاړه وه!
...
نور ولوله
د ټولني زیات محتاج قشر
ابو بكر الوراق رحمه الله وایي: لس کلنه معیوبه لور مې وه، ما به یې د مرګ هیله لرله، نو مړه سوه! نو په خوب مې ولیدله، هغه داسې چې قیامت یي، ماشومان خپل پلرونه له لاسونو نیسي او جنت ته یې داخلوي! ما خپلي لور ته وویل: زویه ته مې هم له لاسه ونیسه! جنت ته مې درسره بوځه، هغې راته وویل: نه، تا زما مرګ غوښت! تاريخ بغداد 212/6
دا کیسه که څه هم د خوب خبره ده، خو د الوراق لپاره د معیوبي لور په اړه ښه زېری نه دی، هر ډول معیوب اولاد ان هغه بدرنګه هم باید ونازول شي او ښه خدمت یې وکړل شي، دا د دواړو لوریو (مور و پلار او معیوبینو) لپاره د الله ازموینه ده. هر ډول معیوبین د ټولني زیات محتاج قشر ده، یواځې مور و پلار نه، بلکې د هر چا چې له وسه کیږي؛ معیوبینو سره دې مرستندویه او همکار اوسي...
نور ولوله
د ترکانو Togg
ترکانو د Togg په نوم برېښنایي موټر جوړ او کارونې ته وړاندې کړ، د ترکیې د صنعت او ټکنالوژي وزیر سيد مصطفى ورانك د خپل موټر په اړه وایي: زموږ د وطني موټر جوړولو ترشا زموږ د خپلو اولادونو محمد او عائشة، لاسونه او هڅې دي، نه د هانس او جورج!
ویل کیږي د دې موټر جوړولو پروګرام 60 کاله پخوا ترتیب او پیل شوی و! چې دا دی اوس دا ستر او د وخت خورا مهم کار ترسره شو.
ګټور، مهم او لوی کارونه کارنده ماغزه، پروګرام جوړول، سخت او پرلپسې کار او اوږد وخت غواړي، هیواد جوړونه او پر خپلو پښو دریدل، طویل المدت او اوږدمهاله کارونه غواړي. او دا ستر انجازات او لویې لاسته راوړنې د عصري علومو او ټکنالوژي ...
نور ولوله
د (99) قاعده؛ نادره کيسه
پاچا له خپل وزیر نه پوښتنه وکړه چې ولې زما دا غلام زما نه نېکمرغه ژوند لري؟ هغه هیڅ نه لري، خو هر وخت یې خوله له خندا ډکه او خوشاله یي او زه پاچا یم، هر څه لرم، خو بیا مې هم اکثره وختونه طبیعت خراب او مټکور یي!
وزیر ورته وویل: پاچا صیب د {99} په قاعده یې وازمویه، چې پته یې ولګیږي، پاچا ورته وویل: د {99} قاعده څه مطلب؟! وزیر ورته وویل: 99 دیناره په یوه کڅوړه کې واچوه، د غلام د کور په دروازه کې یې ورته کېږده، په کڅوړه ورته ولیکه چې دا 100 دیناره د پاچا له خوا تا ته ډالۍ دي! څوک چې دا کڅوړه ورته کیږدي، بیا دې دروازه وروټکوي او ورته متوجه دې شي چې غلام څه کوي.
پاچا هماغسې وکړل چې وزیر ورته وویل، غلام کڅو...
نور ولوله
عمر بن عبدالعزیز او بیت المال
عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته له اردن نه دوه ټوکرۍ تازه خورما راغلې، ده پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟ چا ورته وویل: تازه خورما دي، د اردن امیر درته رالیږلې دي، عمر بیا پوښتنه وکړه چې په څه شي راوړل شوې دي؟ ورته وویل شول چې د برید او ډاګ په څارویو، عمر وویل: د برید پر څارویو باید د مسلمانانو خدمتونه ترسره کړل شي، نه زما، خورما یوسئ، بازار کې یې خرڅي کړئ او په هغو پیسو د دې څارویو لپاره واښه اخلئ.
راوي زیاتوي د عمر بن عبد العزیز وراره اشاره راته وکړه او راته ویې ویل: ولاړ شه! دا خورما چې بازار کې په څو خرڅیږي په هغه بیه یې واخله او ماته یې راوړه، هغه مې بازار کې په څوارلس درهمه واخیستلې او بیرته مې د عمر وراره ته راوړې. هغه راته وویل دا یوه ټوکرۍ امیر. المؤ...
نور ولوله
د زمانې سره نږدې کیدل
رسول الله ﷺ فرمایي: قیامت به تر هغه رانه شي څو زمانه خپلو کې سره نږدې شي، نو کال به لکه میاشت داسې شي، میاشت به لکه جمعه داسې شي، جمعه به لکه ورځ داسې شي، ورځ به لکه یو ساعت داسې شي او ساعت به لکه د کجوري لښته سوځیدل دومره وخت شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ : لا تقوم الساعة حتى يتقارب الزمان فتكون السنة كالشهر، ويكون الشهر كالجمعة، وتكون الجمعة كاليوم، ويكون اليوم كالساعة، وتكون الساعة كاحتراق السعفة أو قال الخُوصة. مسند أحمد
د زمانې او وخت سره نږدې کیدلو (يتقارب الزمان)، معنا اکثره شارحینو د وخت په بې برکتي سره کړې ده، یعني یوه کال کې به د میاشتي هومره کار کیږي... له دې سره یې نور تشریحات هم شته. او ځینې معاصر شارحین وایي: له زمان نه مراد اه...
نور ولوله
اوښان داسې نه اوبه کیږي
سعد او مالک د جاهلیت زمانې دوه وروڼه وو، سعد شپون او مالک اوښپه و، اوښپني کې د مالک مهارت هر چا منلی و، یو وخت مالک د واده لپاره رخصتي واخیستله، څو شپې په واده بوخت شو او اوښان یې خپل ورور سعد ته پرېښړدل.
څه وخت وروسته چې مالک خپلو اوښانو ته ورغی هغه ډېر کمزوري شوي وو، ځکه سعد په اوبو او خوړو سم نه مړول، سعد به څادر اوغوستی او د ونو لاندې به ناست و او د اوښانو کیسه کې به نه و، چې وږي دي که ماړه. مالک خپلو اوښانو ته خپه سو او سعد ته یې دا لاندې بند وویلې.
أوردها سعد، وسعد مشتمل
ما هكذا تورد يا سعدُ الإبل
سعد به څادر اغوستی و، اوښان به یې اوبو ته پرېښودل، خو ګوره سعده! اوښان داسې نه اوبه...
نور ولوله
په تجارت کې درس!
د هیندواڼو بوډا پلورونکي پر یوه تخته لیکلي: یوه هیندوانه 3$ او درۍ هیندواڼې په 10$ دي! یو ځوان پرې ورغی، تختې ته یې چې وکتل ودریدی، ځان سره یې وویل: راځه دې ساده بوډا ته د اقتصاد برخه کې یو درس ورکړم. ځوان یوه هیندواڼه واخیستله، هغه یې چرته کېښودله، ورغی بله یې واخیستله، هغه یې هم چرته کېښودله، بیا ورغی دریمه یې واخیستله.
دریمه یې چې واخیستله بوډا ته یې وویل: درۍ هیندواڼې مې په 9$ درنه واخیستلې، نه په 10$، فکر کوم تجارت کې مهارت نه لرې؟! بوډا موسکی شو او له ځان سره یې وویل: خلک عجیبه دی! خامخا د یوې پر ځای درۍ هیندواڼې اخلي او بیا ما ته په تجارت کې درسونه هم راکوي ... !!
...
نور ولوله
د هجري تاریخ د پیل کیسه
صحابه کرامو رضي الله عنهم د دې لپاره غونډه جوړه کړه چې تاریخ به له کومې ورځي پیل کوي؟ ځینو وویل: له هغې میاشتې به یې پیل کوو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په کې زیږیدلی، نورو وویل: د وحي له پیلیدا به تاریخ پیلوو، ځینو وویل: د شرک له وطنه د اسلام وطن ته له هجرت کولو یې باید پیل کړو. په دې دریو رایو دلایل وویل شول، وروسته له هجرت نه د تاریخ په پیلیدا اتفاق راغی. تاريخ مدینة دمشق لابن عساکر (1 /42).
بل روایت کې راغلي، سهل بن سعد وایي: دوی د رسول الله صلى الله عليه وسلم له نبوته تاریخ پیل نه کړ، نه یې د هغه له وفاته پیل کړ، بلکې مدینې ته له هجرته یې پیل کړ. [البخاري]. مدینې رسول الله د دوشنبې په ورځ، هسک څاښت په دولسم د ربیع الاول ورسید او دا مهال یې عمر 53 ک...
نور ولوله
د دکانداري اخلاق
یو مصری لیکوال لیکي: پخوا زمانه کې د مصر بازارانو کې رواج و چې کله به سهار مهال دکاندار خپل دکان خلاصوه نو له خلاصولو وروسته به یې د دکان مخته یوه چوکۍ کېښودله، کله به چې د سودا لپاره څوک ورته راغی، هغه ته به یې سودا ورکړه؛ نو چوکۍ به یې راواخیستله او دکان کې دننه به یې کېښودله! یعني په دې طریقه به یې د ورځي کاروبار پیل کړ.
له دې وروسته به چې دویم کس د سودا لپاره ورغی او څه شی به یې وغوښتل، دکاندار به بهر ووت او بازار کې به یې یو بل لور ته وکتل، چې د کوم دکان مخته به یې چوکۍ ولیدله پیرودونکي ته به یې وویل: هغه وړاندې چوکۍ چې مخته ورته ایښې ده، هغه دکاندار ته ورشه، هغه سره دا شی شته، هغه نه یې واخله، مطلب به یې دا و چې د هغه دکاندار لا سودا نه ده شوې، چې د ه...
نور ولوله
