د لور او زوی منځ کې عدل
انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.
عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : فما عدلت بينهما. رواه البيهقي
یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلانه چلند و، خو تا عدل ونه کړ، زوی دې ښکول او غېږ کې کېنوه او لور دې هسې څنګ ته کېنوله.
لور او زوی سره د چلند په لړ کې یوه پلار ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره دقیقه توجه او بیا د هغه چلند نقدول؛ دا معنا لري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر قیامته انسانیت ته دا پیغام ورکړ چې د لور او زوی منځ کې ان د یوځل ښکولولو توپیر هم مه کوئ.
