د حامد افغان لیکنی
هوښياران وايي د اولاد تربيه داسې وکړئ
کله داسې وکړه چې اولادونه دې درسره روان کړه، د شتمنو خلکو په کورونو یې وروله او هغه پرې ووینه، بیا یې د غریبانو کلي/کوڅې ته بوځه او د هغو کورونو او ژوند ته یې متوجه کړه، بیا د ښایسته موټرو سپاره ورته وښیه او له دې سره غریب او زیارکښ خلک هم ورته وښیه.
بیا یې بازار کې روغتون ته بوځه، هغه پرې ووینه، داراز زندان او دارالایتام هم پرې ووینه او له دې سره د هدیرې خواته هم یو چکر ورکړه. بیا ورته ووایه: چې الله تعالی انسانان مختلف پیدا کړي دي، د هغوی په رزق او برخو کې یې هم زیات توپیر راوستی او د الله تعالی عدالت زموږ له حساب او کتابه او سوچ و فکره ډېر لوړ دی، زموږ هر یوه ته به خپله برخه رسیږي او زموږ هر به پخپل قبر کې غځیږي.
...
نور ولوله
د علماؤ تر منځ د جوړې او مینې هڅې
خطیب البغدادي له امام عبد الله بن المبارک رحمه الله نه روایت کوي، هغه وایي: زه شام ته امام الاوزاعي (وفاة: 157هـ) رحمه الله ته ورغلم، هغه سره مې بیروت کې ولیدل، هغه راته وویل: اې خراسانیه! کوفه کې د ابوحنیفة (150هـ) په نوم کوم بدعتي راپیدا شوی دی دا څوک دی؟! ابن المبارک وایي، زه خپل کور ته ولاړم او د ابو حنیفة رحمه الله د کتابونو مطالعه مې پیل کړه، دری ورځې مې دا مطالعه جاري وساتله او د هغه له کتابونو مې غوره غوره مسائل راټول کړل.
بله ورځ مې د هغو مسائلو کتاب راواخیست او اوزاعي ته ورغلم، هغه یوه جومات کې اذان کاوه او امامت یې هم کاوه، زما لاس کې یې چې کتاب ولید راته کړه یې دا د څه شي کتاب دی؟ ما کتاب ورکړ، هغه اذان وکړ، له اذان وروسته یې په ولاړه هغه ...
نور ولوله
د دوو ملګرو د بد او ښه ګومانونو په اړه خوږه کیسه
ملګري ته یې موبایل وکړ، ورته کړه یې : زه او مېرمن مې ماخوستن ستاسو کره مجلس ته درځو، هغه ورته وویل: هرکله راشئ، موږ به درته انتظار او سترګې په لار یو. لیږ وروسته یې ملګري موبایل ورته وکړ او ورته ویې ویل: که ستاسو ښار کې له فلان دکانه هغه فلان ډول کېک (چې ډېر قیمتي کېک دی) او کلچې و بیسکټونه درسره راوړې؟ ده ورته وویل: زموږ لپاره؟ هغه ورته وویل: زما زوی په ډېرو لوړو نمبرو بریالی شوی، هغه ته د چای او کلچو و بیسکټونو مېلمستیا تیاروم، تاسو به هم برخه په کې واخلئ.
ده هماغه شیان تول ورته واخیستل، چې ډېرې زیاتې پیسې پرې راغلې او د ملګري کره روان شو. کله چې ورغلل ملګري یې تود هرکلی وکړ، مجلسونه، غورې او خوراکونه وشول، د ملګري د زوی مېلمستیا هم تېره شوه، کله چې ناوخته دوی رخصت کیدل ملکري یې د هغه ک...
نور ولوله
علماء کرامو ته
ملا جامي رحمه الله د کافیې د شرحي (شرح جامي) په خطبه کې د کافیې له مصنف سره لیکي : (...للعلامة المشتهر بين المشارق والمغارب الشيخ ابن الحاجب) یعني کافیة د علامة ... ابن حاجب کتاب دی. دلته د شرح جامي وتلی محشي ملا عصام رحمه الله په ملا جامي نیوکه کوي چې د ابن حاجب لپاره یې د "علامة" لقب پر ځای نه دی کارولی، ځکه علامة د ټولو نقلي او عقلي علومو ماهر ته ویل کیږي او ابن حاجب د ټولو عقلي علومو ماهر نه و!
کله ځینې یاران د حوالې غوښتنه کوي، د حوالې لپاره د ملا عصام عبارت ورته ډالۍ کوم: (إن في وصف ابن الحاجب بالعلامة نظرًا؛ لأن هذا اللفظ إنما يناسب فيما بين العلماء بمن جمع جميع أقسام العلوم كما هو حقه من العقلية والنقلية وليس ابن الحاجب إلا من العلما...
نور ولوله
د شهداؤ د کونډو او یتیمانو پالنه
اسلم وایي: له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره بازار ته ووتلم، هغه پسې له شا یوه ځوانه ښځه راغله، هغې ورته وویل: اې امير المؤمنین! مېړه مې مړ شوی دی، واړه ماشومان راپاتي دي، هغوی نه د خوراک لپاره غوښه لري، نه د پيو څاروی لري او نه کرونده لري. وېریږم دې وچکالي کې رانه هلاک نه شي.
او زه د خُفَافِ بن إيماءَ الغفاريِّ، لور یم، پلار مې حدیبیة کې له رسول الله ﷺ سره یوځای و. عمر نور تګ بس کړ او له هغې سره ودریدی، هغې ته یې وویل: هرکله راشې، ته زموږ له خپلوانو نه یې، بیا عمر له یوه کوره پیاوړی اوښ راروان کړ، په هغه یې دوه انډي بار کړل، چې هغه خوراکي توکي او جامې وې او د اوښ مهار یې هغې ښځې ته په لاس کې ورکړ.
&...
نور ولوله
سلف او د منکر مخالفت
ابو حازم المدایني رحمه الله خورا متقي او زاهد عالم و، یو وخت یې طواف کې خورا ښایسته مېرمن وليدله چې لوڅ مخ روانه وه، نو ورته ویې ویل: له خدایه ووېریږه! خلک دې طواف کې بوخت کړي دي، هغې ورته وویل: ته ما نه پېژنې؟! زه له هغو مېرمنو نه یم چې د ثواب لپاره حج نه کوي، بلکي د دې لپاره حج کوي چې پاک او ناخبره خلک ووژني! ده ورته وویل: زه الله ته سوال کوم چې دا ښایسته مخ دې له اوره وژغوري.
د ابو حازم دا خبره چا مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله ته ورسوله، نو هغه وویل: الله دې په ابو حازم رحم وکړي، که د عراق کوم صوفي او عابد داسې ښځي سره مخامخ شوی وی نو ورته ویل به یې: ځه ورکه شه د الله دښمنې. د حجاز صوفیان او عابدان ظرفيت او پراخه سینې لري. التذكرة الحمد...
نور ولوله
د نفلي حج کوونکی کیسه
بشر بن الحارث (الحافي)، (وفاة: 227هـ) رحمه الله ته یو سړی ورغی، ورته کړه یې: زه (نفلي) حج ته ځم، بشر الحافي ورته وویل: د حج لپاره دې څومره لګښت ځانګړی کړی دی؟ هغه ول 2000 درهم، بشر ورته وویل: له حج نه دې موخه څه ده، خلکو ته خپله دینداري ښیې، د کعبې شریفې لیدا مینه او که د الله تعالی رضا ترلاسه کول؟ سړي وویل: د الله تعالی رضا مې موخه ده.
امام بشر الحافي رحمه الله ورته وویل: زه به داسې طریقه دروښیم چې د دې 2000 درهم په لګولو سره به خپل کور ناست یې او په یقیني توګه به د الله تعالی رضا ترلاسه کړې، ایا داسې کار ته تیار یې؟ سړي وویل: بلکل تیار یم. بشر ورته وویل: ښه نو ولاړ سه! دا د حج د مصرف ټولې پیسې لس پوروړیو کسانو ته ورکړه، چې هغوی خپل پورونه پرې پرې کړي او اولادونو ته نفقه بر...
نور ولوله
د شخړي بد اغېز
عبادة بن الصامت رضي الله عنه وایي : موږ ته رسول الله ﷺ راووت، چې لیلة القدر راوښیي، هغه هلته د دوو مسلمانانو سره شخړه او جنجال و، یوه بل ته یې پوچې او سپکې خبرې کولې، نو ده وفرمایل: زه د دې لپاره راووتلم چې تاسو ته د قدر شپه دروښیم، خو هغه د فلان او فلان سره جنجال و، نو هغه رانه پورته شوه! (له ذهنه مې ووتله) او دا به ستاسو لپاره ښه یي، نو په نهم، اووم او پینځم (نه ویشتم، اووه ویشتم، پینځه ویشتم) کې یې غواړئ.
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِيُخْبِرَنَا بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى رَجُلَانِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ، فَقَالَ : خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلَاحَى فُلَ...
نور ولوله
د ژوند ورځې دې تېریږي؛ د عمر او ابو عبیدة ګټوره کیسه
د دې امت امین، ابو عبیدة بن الجراح، (د لسو جنتیانو یو جنتي) رضي الله عنه، رښتینی زاهد، سرښندونکی غازي او د دې امت ستره هستي وه، دی د عمر بن الخطاب رضيَ الله عنه په وخت کې د شام والي و، یو وخت عمر د شام خلکو حال پوښتني ته ورغی، هلته چې ورسید ابو عبیدة ته یې وویل: ستا کور ته مو بوځه، ابو عبیدة ورته وویل: زما کور ته د څه لپاره راځې؟! زما کورته چې راشې، ګټه به یې دا وي چې سترګې به راباندې ونښتېځې (زما پر حال به وژاړې).
راوي زیاتوي عمر چې د ابو عبیدة کره ورغی؛ د هغه کور کې یې هیڅ شی ونه لیدل! ورته ویې ویل: د کور سامان دې چرته ده؟! دلته خو زه یواځې یو لیمڅی، یوه کاسه او د اوبو زوړ او کوچنی ژی وینم او ته د دې سیمي امیر یې؟! بیا یې ورته وویل: د خوراک لپ...
نور ولوله
خطرناک غیبت
د خبرو څو هغه چوکاټونه چې کوونکی یې سم او روا ګڼي او مخاطب ته هم داسې ښیي چې ګواکې دی صحي او مناسب خبره کوي، لکه خلک چې وایي ملا:
"خلکو کې خبرې مې عادت نه دي خو ... "
"فلان ډېر ښه سړی دی، دینداری دی خو... "
"د فلان په اړه چا راته وویل، چې ..."
خو په حقیقت کې دا هغه خطرناک غییت دی چې غیبت کوونکی یې ګناه هم نه ګڼي! دا غیبت اکثر ځینې چالاکان کوي او دا به هم درته واضحه کړم چې غیبت د روژې بېخ او بنیاد وباسي. الله تعالی دې موږ ته د صحي روژو نیولو توفیق راکړي...
نور ولوله
له منافقته ډار
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه ته به رسول الله ﷺ د راز خبرې کولې، ځکه هغه ته د "صاحب سر رسول الله ﷺ" لقب ورکړل شوی و، خصوصاً هغه ته رسول الله ﷺ د منافقانو په اړه ډېر معلومات او د راز خبرې کړې وې. ان د ډېرو یې لا نومونه ورته یاد کړي وو.
یو وخت یو منافق مړ سو، نو حذیفة یې جنازې ته ورنغی، عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورته وویل: ایا هغه منافق و؟! حذیفة ورته وویل: هو، عمر ورته وویل: په الله سره قسم درکوم راته ووایه، زه خو به د منافقانو له ډلې څخه نه یم؟ حذیفة ورته وویل: نه، او له دې وروسته به هیچا ته دا خبره ونه کړم. كتاب السنة - لأبي بكر الخلال (٦٢٦).
د منافقت ځانګړو خویونو او خصلتونو ته په لیدو هر...
نور ولوله
د لور او زوی منځ کې عدل
انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.
عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : فما عدلت بينهما. رواه البيهقي
یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلا...
نور ولوله
