د چاپلوسانو خولې وتړئ
رسول الله ﷺ واوریدل چې یو سړی د بل سړي ستاینه کوي او په ستاینه کې یې مبالغه او زیاتوالی کوي، نو ویې فرمایل: هغه سړی مو هلاک کړ او یا مو د هغه سړي ملا ماته کړه. عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ : سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يُثْنِي عَلَى رَجُلٍ وَيُطْرِيهِ فِي مَدْحِهِ، فَقَالَ : أَهْلَكْتُمْ - أَوْ قَطَعْتُمْ - ظَهْرَ الرَّجُلِ . رواه البخاري.
په ستاینه کې اطراء او مبالغه اکثره چاپلوسان کوي او د چا چې ستاینه کیږي د هغه لپاره دا کار د هلاکت او ملا ماتیدا په معنا ده، بناءً دوی دې د چاپلوسانو له چاپلوسې خوند نه اخلي او نه دې په برېتو کې ورته موسیږي، بلکې د چاپلوسانو خولې وتړئ او له هلاکته ځانونه وژغورئ.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
