واکمنو ته
عائشة رضى الله عنها وایی: زما په دې کور کې مې له رسول الله ﷺ اوریدلي چې فرمایل یې: یا الله! چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما پر امتیانو سختي کوي؛ ته له هغوی سره سختي وکړه. او چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما له امتیانو سره نرمي کوي؛ ته له هغوی سره نرمي وکړه.
عن عائشة رضى الله عنها قالت: سمعت رسول الله ﷺ يقول في بيتي هذا: اللهم من ولي من أمر أمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه، ومن ولي من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به. رواه مسلم
که څوک د رسول الله ﷺ له ښېرا ویریږي، هغه به د ولس له فرد فرد سره پام کوي او هغوی سره به له یوه ذره سختي کولو هم ډاریږي، نو د ولس هر وګړي سره سختي او هغوی ته زحمت ورکول خطرناک کار دی. بناءً مشران او کشران ټول واکمن دې ښه متوجه اوسي. باید ووایم چې دا خبره عائشې څومره په ټینګار سره کړې ده! {سمعت رسول الله ﷺ يقول في بيتي هذا}.
