No-IMG

د دوو ملګرو د بد او ښه ګومانونو په اړه خوږه کیسه

ملګري ته یې موبایل وکړ، ورته کړه یې : زه او مېرمن مې ماخوستن ستاسو کره مجلس ته درځو، هغه ورته وویل: هرکله راشئ، موږ به درته انتظار او سترګې په لار یو. لیږ وروسته یې ملګري موبایل ورته وکړ او ورته ویې ویل: که ستاسو ښار کې له فلان دکانه هغه فلان ډول کېک (چې ډېر قیمتي کېک دی) او کلچې و بیسکټونه درسره راوړې؟ ده ورته وویل: زموږ لپاره؟ هغه ورته وویل: زما زوی په ډېرو لوړو نمبرو بریالی شوی، هغه ته د چای او کلچو و بیسکټونو مېلمستیا تیاروم، تاسو به هم برخه په کې واخلئ.

ده هماغه شیان تول ورته واخیستل، چې ډېرې زیاتې پیسې پرې راغلې او د ملګري کره روان شو. کله چې ورغلل ملګري یې تود هرکلی وکړ، مجلسونه، غورې او خوراکونه وشول، د ملګري د زوی مېلمستیا هم تېره شوه، کله چې ناوخته دوی رخصت کیدل ملکري یې د هغه کېک ډبی ورته ونیو چې دې کې د کېک څو ټوکړې او کلچې دي، بچیانو ته دې یوسه هغوی به خولې پر خوږې کړي. په دې خبره سره رخصت شول او د کېک د پیسو یې نه ست وکړ نه غږ!

کله چې دی او مېرمن یې بېرته مخ پر کور روان شول، نو لاره کې یې له خولې لاس واخیست، ملګري ته یې سپکې او پوچې ښکنځلې پیل کړې، چې د دې سامان پیسې خو څه پینځه شپږ سوه نه وې چې ده بابېزه وګڼلې، دا خو په زرهاؤ پیسې دي،  باید حتما یې راکړې وی... مېرمني یې د ارام توصیه ورته کوله چې انسان دی، شونې ده له یاده یې وتلې یي، بل وخت به یې درکړي، خو ده زویمړي له پوچ او فحش لاس نه اخیست. او لګیا و بادول یې.

کور ته چې ورسیدل او کېناستل دی لا هماغسې غوسه او لګیا و، اولادونه یې راوغوښتل چې کېک او کلچې ورکړي، چې د کېک ډبی یې خلاص کړ د هغه یوه کونج کې د منني له لیک سره ټولې پیسې هم ایښې وې! لیک کې ورته کښلی و : زه په دې یقین وم چې ته به زما نه د کېک او کلچو پیسې وانخلې، ځکه مې ستا په ناخبري کې دلته په ډبي کې درته کېښودلې!

سړي ټکان وخوړل او سخت خجل او وشرمیدی، له څه ځنډ چوپتیا وروسته یې مېرمني ته وویل: زه به موبایل ورته وکړم او د خپلې بدګوماني بښنه به ورنه وغواړم؟ هغې ورته وویل: نه نه، همداسې یې پریږده، هغه خو پر تا ښه ګومان لري چې پیسې دې نه اخیستلې، نو په همدې ښه ګومان کې پاتې ښه دی.

پایله: ډېر ځله موږ پر ښو او پاک زړو خلکو سخت بدګومانه شو او پر خلاف یې چټي او ناسم ګام پورته کړو، چې دا لویه غلطي ده او ځکه خو ځینې بدګوماني ګناه ده. {إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ}.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک