د ژوند ورځې دې تېریږي؛ د عمر او ابو عبیدة ګټوره کیسه
د دې امت امین، ابو عبیدة بن الجراح، (د لسو جنتیانو یو جنتي) رضي الله عنه، رښتینی زاهد، سرښندونکی غازي او د دې امت ستره هستي وه، دی د عمر بن الخطاب رضيَ الله عنه په وخت کې د شام والي و، یو وخت عمر د شام خلکو حال پوښتني ته ورغی، هلته چې ورسید ابو عبیدة ته یې وویل: ستا کور ته مو بوځه، ابو عبیدة ورته وویل: زما کور ته د څه لپاره راځې؟! زما کورته چې راشې، ګټه به یې دا وي چې سترګې به راباندې ونښتېځې (زما پر حال به وژاړې).
راوي زیاتوي عمر چې د ابو عبیدة کره ورغی؛ د هغه کور کې یې هیڅ شی ونه لیدل! ورته ویې ویل: د کور سامان دې چرته ده؟! دلته خو زه یواځې یو لیمڅی، یوه کاسه او د اوبو زوړ او کوچنی ژی وینم او ته د دې سیمي امیر یې؟! بیا یې ورته وویل: د خوراک لپاره ډوډۍ درسره شته؟ ابو عبیدة ولاړ سو، د څرمني له کڅوړې یې د ډوډۍ وچې ټوټې راواخیستلې او د ام.یر.المؤمنین عمر رضي الله عنه مخته یې کېښودلې! عمر چې د ده حالت ولید ورته په ژړا شو او له سترګو یې اوښکې روانې شوې...
ابو عبیدة رضي الله عنه ورته وویل: ام.یر.المؤمنین ما درته وویل چې زما کورته چې راشې، ګټه به یې دا وي چې سترګې به راباندې ونښتېځې! او د ژوند ورځې دې تېریږي، عمر رضي الله عنه ورته وویل: ابو عبیدة! موږ ټولو کې دنیا بدلون راوست، مګر ته یې بدل نه کړې. سير أعلام النبلاء (1/ 17) الزهد لأبي داود
هغه راشده خ.لافت چې د پیغمبر ﷺ په طریقه روان و، هغه د ابو عبیدة په څېر قومندانانو، والیانو او امیرانو رامنځته کړی او روان ساتلی و، چې د شام په څېر سرسبزه او جنت مثاله ولایت کې یې له یوه لیمڅي، یوې کاسې او یوه زاړه ژي سره ژوند کاوه او د وخت ام.یر.المؤمنین ته یې په مېلمستیا کې د وچې ډوډۍ ټوکړې کېښودلې! باید زیاته کړم چې د وخت امیرانو، والیانو او واکمنو ته د صحابه کرام په داسې کیسو کې پرېمانه عبرتونه، درسونه او نصیحتونه نغښتي دي ...
