د حامد افغان لیکنی
زما خبرې او قلم
وتلی عرب شیخ او ادیب عبد الله الهدلق د ځان په اړه څو خبرې لیکلې دي، چې کټمټ زما د حالت ترجماني ده، هغه لیکي: ډېر شرمندوکی یم، ځکه په تقریر او مخامخ خبرو کې ډېر کمزوری یم او قلم مې له تقریره ډېر ښه دی، نو څوک چې راسره کېني ناامیده شي. یوه ورځ مې خپل استاد ته وویل: زه لکه شدیاق (لبناني او عثماني ادیب او ناول لیکوال)، چې وایي: د مخامخ خبرو پر مهال مې عقل کار پریږدي، استاد راته وموسل، ول زموږ استاد احمد شاکر هم خبرو کې تکړه نه و! او په تقریرونو کې یې منطق او استدلال هم کمزوری و. استاد زیاته کړه: ځکه خبرې ښایسته کول عقل کمزوری کوي.
شیخ الهدلق زیاتوي: یو وخت وتلي ادیب زکي مبارک ته چا وویل: ولې دې قلم له خبرو ډېر پیاوړی دی؟! هغه په ټوکه ورته وویل...
نور ولوله
د عقلونو د غلا فن؛ ترټولو ګټوره کیسه
(له وعدې سره سم)
د پرنګیانو سفیر او کونسل یې دواړه په موټر کې د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې چرته روان وو، ناڅاپه یې بازار کې یو مثقف او تعلیم یافته ځوان ولید چې غوا یې په لتو وهله او شړله! سفیر ډریور ته امر وکړ چې ژر موټر ودروه، څنګه چې موټر تم شو سفیر په منډه ښکته او د (سپېڅلې) غوا او ځوان لورته په ترپو * شو!
چې ورنږدې شو په ځوان چیغه کړه او بدې ردې خبرې یې ورته پیل کړې او د غوا په ستاینه او د هغې په ملا او غاړه لاس موښنه یې پیل وکړ، ورته ټیټ ټیټ کیږي، پښې یې ښکلوي، دعاګانې او نور د بندګۍ عاجزانه چمونه کوي! داراز یې د غوا بولې هم په لپو لپو پر سر تویه او بدن وشیندلې!!
پر ځوان د پرنګي سفیر چیغې او په اخل...
نور ولوله
د ځوان رومي ډاکټر او نورالدین زنګي کیسه
رومي ځوان امیر نور الدین زنګي رحمه الله * ته ورغی، اسلام یې قبول کړ او له امیر نه یې وغوښتل چې زه غواړم همدلته له مسلمانانو سره واوسم، نور الدین ورته وویل: ته څه مهارت لرې؟ ځوان ورته وویل: زه د جراحي برخه کې طبیب یعني ډاکټر یم ، نور الدین زنګي ورته وویل: ته کولی شې زموږ سره زموږ د ټپي پوځیانو برخه کې کار وکړې؟ ځوان ورته وویل: په الله مې قسم چې د همدې لپاره خو زه راغلی یم، که په دې توګه مې الله تعالی ګناهونه او د کفارو پوځیانو د علاج کولو ګناه راته وبښي، نور الدین زنګي ورته وویل: زویه! په توبه او اسلام منلو سره دا ټول ګناهونه بښل کیږي.
بیا نور الدین زنګي ورته وویل: ته به درمل او د علاج وسایل ترکومه راوړې؟ هغه ورته وویل: صیب دا یوازې د روم هیواد کې پیدا کیږي،...
نور ولوله
د سټالین چرګه !
یو ځل روسي واکمن سټالین د خپلو ملګرو منځ کې ناست و، یوه ملګري ته یې وویل ورشه یوه چرګه راوړه! ده غوښتل د دې چرګي په ذریعه خپلو ملګرو او پلویانو ته یو د عبرت درس وړاندې کړي، سټالین چرګه یوه لاس کې کلکه ونیوله، په بل لاس یې د هغې بڼکې ایستل پیل کړل! چرګي پښې او وزرې ډېرې وترپولې خو ګټه یې ونه کړه، اخیر یې د چرګې ټولي بڼکې ورنه وایستلې!
سټالین خپلو ملګرو ته وویل: تاسو اوس ننداره کوئ، چې څه پېښېږي؟! لپه لغړه او سرې غوښې چرګه یې پر ځمکه کېښودله او ورنه ازاد شو، لاس کې یې اوربشې وې، هغه یې څو دانې ورته وغورځولې او ورنه روان شو، چرګي هغه په منډه وخوړلې او په سټالین پسې روانه شوه، هغه به چې بیا لیږ اوربشې ورته واچولې؛ چرګي به په بیړه وخوړلې، سټالین به چې روان شو ه...
نور ولوله
د چرګ او ګیدړي نصیحتونه!
ګیدړه د چرګ خواته تېریدله، نو ورته کړه یې: ستا د پلار غږ مې نه هېریږي، ډېر خوږ غږ یې و، ستا غږ به هم خامخا هغه ته ورته یي، ته خپل غږ راواوروه ګرانه! چرګ ورته وویل: بلکل زما غږ هم زما د پلار په څېر ښه غږ دی، نو سترګې یې پټې کړې چې اذان وکړي، په همدې وخت کې ګیدړي پرې حمله کړه او پورته یې کړ.
د کلي سپیو چې ګیدړه ولیدله نو ورپسې شول، چرګ ګیدړي ته وویل: که غواړې د سپیو له شره ځان خلاص کړې نو ورته ووایه چې دا ستاسو د کلي چرګ نه دی، ګیدړي چې د خبرو لپاره خوله خلاصه کړه چرګ ورنه ټوپ کړ او په منډه یې ځان خلاص کړ.
ګیدړي په تاسف سره وویل: هغه خوله دې ماته شي چې چوپتیا ورته په کار وي او دا ګړیږي. چرګ نوک ونیو، ول هغه سترګې دې هم ...
نور ولوله
ام المؤمنین عائشه د وخت ماهره طبیبه وه!
د عائشې رضي الله عنها خوریی او نږدې شاګرد عروة بن الزبیر رحمه الله هغې ته وایي: ستا پوهې او فقهي ته تعجب نه کوم، ځکه د رسول الله ﷺ مېرمن او د ابو بکر رضي الله عنه لور یې، دا راز په شعر او د عربو د ورځو علم، ته دې هم تعجب نه کوم، ځکه د ابو بکر لور یې او هغه تر ټولو ښه عالم و، تعجب دېته کوم چې په علم طب کې دومره پوهه تا له چا نه او له کومه ترلاسه کړې ده؟!
هغې عروة پر مټ وواهه او ورته کړه یې: عروه جانه! رسول الله ﷺ به د ژوند وروستیو شپو ورځو کې ډېر ناروغه کیدی، نو له مختلفو لوریو به د عربو پلاوي ورته راتلل، (چې خامخا به د وخت ډاکټران هم په کې وو)، هغوی به مختلف ډوله درمل ورته ښودل او ما به هغه درمل ورته جوړول، نو د طب په اړه مې له هغو خلکو معلومات ترلاسه کړي ...
نور ولوله
حکیمانه فتوی
د مصر مشهور عالم محمد الراوي رحمه الله نه یوې ښځي فتوی وغوښتله چې مېړه مې رانه غواړي د هغه د ناروغي مور خدمت وکړم، خو زه یې نه کوم، ایا شرعا پر ما د هغې خدمت لازم دی؟ شیخ محمد الراوي په لاندې توګه ځواب ورکړ.
ځواب: شرعا پر تا د هغه د مور خدمت لازم نه دی، بلکې دا د هغه وجیبه ده چې د خپلي مور خدمت پخپله وکړي او دی نه شي کولی تاسو د خپلي مور خدمت ته محبوره کړي.
شیخ زیاته کړه: خو ستا خاوند ته د دې ستونزي درې حل لارې ښیم:
لومړی حل: ستا مېړه دې خپله مور کور ته درولي، چې وکولی شي پخپله یې خدمت وکړي او داراز ستا او هغه زامن او لوڼه هم باید له خپل پلار سره په شریکه د خپلي انا خدمت وکړي، ځکه پر هغوی هم د خپلي انا خدمت واجب ده،
د...
نور ولوله
د عمر وېره
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه وایي: عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغلم، هغه خپه او غمژن ناست و، ورته ومې ویل: امیر المؤمنین! ولې خپه یې؟ هغه راته وویل: ځکه ډاریږم چې ناروا کار به رانه وشي او ستاسو هیڅوک به زما د درنښت او احترام له امله څه نه راته وایي! (له ناروا به مې نه منعه کوي).
حذیفة ورته وویل: په الله مې قسم، که موږ تا ووینو چې له حقه کوږ شوې؛ نو خامخا به دې منعه کوو. په دې سره عمر خوشاله شو او ویې ویل: هغه الله لره حمد او ثنا ده، چې داسې ملګري یې راکړي دي چې د کږیدا پر مهال مې سمې لارې ته برابروي. (الحمدلله الذي جعل لي أصحابًا يُقومونني إذا اعوججت). عمر بن الخطاب وأصول السياسة والإدارة الحديثة لـ دکتور سلیمان الطماوي
واکمن...
نور ولوله
واکمن او د الله وېره
وتلی عرب شاعر ابو العتاهیة وایي امیر.المؤمنین هارون الرشید ته ورغلم، کله یې چې ولیدلم راته کړه یې: ابو العتاهیة یې؟ مال هو، ابو العتاهیة یم، ول هغه چې شعر وایي، مال هماغه، نو راته کړه یې: په لنډه توګه څو شعرونو کې وعظ راته وکړه: نو دا شعر مې ورته.وویلې :
د سترګو په رپیدا او سا ایستلو اندازه هم، په مرګ باور مه کوه، ان که ځان دې په ساتونکو او پیردارانو محکم کړی یي هم.
او پوهه شه چې د مرګ غشی به، زموږ هر زغره پوښ او ډال لرونکي ته رسیږي.
د خلاصون پر لاره نه یې روان او امید یې لرې؟! کشتۍ په وچه ځمکه نه شي تلی.
لا تأمنِ الموتَ في طَرْفٍ ولا نَفَسِ
ولو تمنَّعتَ بالحُجَّاب والحرَسِ
...
نور ولوله
قران ښکلا ده
څوک چې قران زده او عملي کړي د هغه انسان عمل او خویونه به خوندور او ښایسته یي، داسې لکه یو ودان او ښایسته کور. او که چا قران نه یې زده کړی او هیڅ یې یاد نه یي د هغه انسان عمل او اخلاق به کمزوری او بدرنګه یي، لکه یو وران ویجاړ کور.
حدیث کې راغلي د چا په زړه کې چې قران نه یي؛ هغه لکه خراب او وران کور داسې دی. عن ابن عباس رضي الله عنهما، قالَ: قالَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: إنَّ الَّذِي لَيْسَ في جَوْفِهِ شَيْءٌ مِنَ القُرْآنِ كَالبَيْتِ الخَرِبِ. رواه الترمذي واحمد والدارمي
زموږ د پرېمانه وګړو زړونه له قرانه تش دي او هغه چې قران په کې دی؛ ډېری یې له عمله تش دي ... موږ هر یو باید پر ځان وژاړو او د اصلاح هڅه وکړو....
نور ولوله
د عمر بن عبد العزیز نصیحت
مسلمة بن عبدالملک د اموي کورنی مشهور قائد او قومندان و، دی یوه ورځ عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته ورغی، په داسې حال کې چې یو.ډول قیمتي مصري جامې یې اغوستې وې، عمر ورته وویل دا جامې مو په څو اخیستې دي؟ هغه وویل: په دومره، عمر ورته وویل: که دا جامې لیږ ارزان بیه وی؛ ستا عزت او شرافت کې به څه کمي راغلې وه؟ هغه ول نه، عمر زیاته کړه: که جامې مو له دې هم قیمتي وی، ستا عزت او درنښت کې به زیاتوالی راغلی و؟ هغه ول نه.
نو عمر رحمه الله ورته وویل: نو پوه شه اې مسلمة! په اقتصاد کې تر ټولو غوره منځلاري هغه ده چې د وس او قدرت پر مهال وکړل شي، تر ټولو غوره بښنه هغه ده چې د قدرت پر مهال وکړل شي او له خلکو سره تر ټولو غوره نرمي او ښه چلند هغه دی چې له واک او قدرت وروسته ترس...
نور ولوله
زه د کمپنۍ کاریګر یم
مصر کې یوې دیني مدرسې په یوه ځانګړې موضوع یو محاضر او استاد وغوښت، نو د محمد السمالوطي په نوم استاد یې ورولیږه، نوموړی په یوه باندنۍ کمپنۍ کې کاریګر و، السمالوطي چې په ټاکلي وخت هلته ورسید ویې لیدل چې شاګردانو پر تخته لیکلي : زموږ د نن ورځي ویناوال استاد، فضیلة الشیخ محمد السمالوطي دی! ده چې دا لیکل ولیدل وشرمیدی او له اوریدونکو سره کېناست!
شاګردانو هغه نه پېژاند، څه ځنډ وروسته د استاد ځڼډیدا ته اندېښمن شول، نو السمالوطي پورته شو او هغوی ته یې وویل: استاد به شاید د څه عذر له امله ناوخته شوی یي، موږ او تاسو کې دې څوک پورته شي او له خدای ورکړي علم سره سم دې وینا وکړي، شاګردانو ټولو ورته وویل چې ته وغږیږه، ده چې په زړه پورې عالمانه وینا پیل کړه شاګردان ا...
نور ولوله
