علماء کرامو ته
ملا جامي رحمه الله د کافیې د شرحي (شرح جامي) په خطبه کې د کافیې له مصنف سره لیکي : (...للعلامة المشتهر بين المشارق والمغارب الشيخ ابن الحاجب) یعني کافیة د علامة ... ابن حاجب کتاب دی. دلته د شرح جامي وتلی محشي ملا عصام رحمه الله په ملا جامي نیوکه کوي چې د ابن حاجب لپاره یې د "علامة" لقب پر ځای نه دی کارولی، ځکه علامة د ټولو نقلي او عقلي علومو ماهر ته ویل کیږي او ابن حاجب د ټولو عقلي علومو ماهر نه و!
کله ځینې یاران د حوالې غوښتنه کوي، د حوالې لپاره د ملا عصام عبارت ورته ډالۍ کوم: (إن في وصف ابن الحاجب بالعلامة نظرًا؛ لأن هذا اللفظ إنما يناسب فيما بين العلماء بمن جمع جميع أقسام العلوم كما هو حقه من العقلية والنقلية وليس ابن الحاجب إلا من العلماء في العلوم النقلية).
نو خبره مې دا کوله چې ملا صاحبانو! لطفا خپلو کې د القابو په سخا! کې افراط مه کوئ، پخوا دومره ګذاره روانه وه، اوس خو بېخي ریشخند روان دی، بس چې یو کال د حدیثو کومه رساله په نقشه کې ورسره ولیکل شي، لا یې تدریس کړې هم نه یي، اتي شیخ الحدیث شي! الله دې وکړي زما خبرې څوک ځان ته #نغوته او اشاره ونه ګڼي، ځکه دا خبره اوس هر ځای عامه ده.
