له منافقته ډار
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه ته به رسول الله ﷺ د راز خبرې کولې، ځکه هغه ته د "صاحب سر رسول الله ﷺ" لقب ورکړل شوی و، خصوصاً هغه ته رسول الله ﷺ د منافقانو په اړه ډېر معلومات او د راز خبرې کړې وې. ان د ډېرو یې لا نومونه ورته یاد کړي وو.
یو وخت یو منافق مړ سو، نو حذیفة یې جنازې ته ورنغی، عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورته وویل: ایا هغه منافق و؟! حذیفة ورته وویل: هو، عمر ورته وویل: په الله سره قسم درکوم راته ووایه، زه خو به د منافقانو له ډلې څخه نه یم؟ حذیفة ورته وویل: نه، او له دې وروسته به هیچا ته دا خبره ونه کړم. كتاب السنة - لأبي بكر الخلال (٦٢٦).
د منافقت ځانګړو خویونو او خصلتونو ته په لیدو هر وخت باید انسان له منافقته په وېره او ډار کې واوسي، ان که سړی ستر عالم، لوی زاهد او هر ډول ښه خویونه لرونکی وي هم، ځکه له روایته معلومولی شو چې د عمر په څېر ستر انسان هم له منافقته وېریدی! نو د عمر په نسبت به د دې زمانې څه بزرګان او لویان یي چې له نفاقه دې ونه وېریږي او ډاډه دې واوسي؟! ربه! له منافقته پناه غواړو...
