د علماؤ تر منځ د جوړې او مینې هڅې
خطیب البغدادي له امام عبد الله بن المبارک رحمه الله نه روایت کوي، هغه وایي: زه شام ته امام الاوزاعي (وفاة: 157هـ) رحمه الله ته ورغلم، هغه سره مې بیروت کې ولیدل، هغه راته وویل: اې خراسانیه! کوفه کې د ابوحنیفة (150هـ) په نوم کوم بدعتي راپیدا شوی دی دا څوک دی؟! ابن المبارک وایي، زه خپل کور ته ولاړم او د ابو حنیفة رحمه الله د کتابونو مطالعه مې پیل کړه، دری ورځې مې دا مطالعه جاري وساتله او د هغه له کتابونو مې غوره غوره مسائل راټول کړل.
بله ورځ مې د هغو مسائلو کتاب راواخیست او اوزاعي ته ورغلم، هغه یوه جومات کې اذان کاوه او امامت یې هم کاوه، زما لاس کې یې چې کتاب ولید راته کړه یې دا د څه شي کتاب دی؟ ما کتاب ورکړ، هغه اذان وکړ، له اذان وروسته یې په ولاړه هغه کتاب خلاص کړ، هغه کې یې یوه مسئله وکتله چې "قال النعمان" ورسره لیکلي و او هماغه د ولاړي حالت کې یې ښه ډېر کتاب ولوست، بیا یې کتاب لستوڼي ګې کېښود او لمونځ یې وکړ.
له لمانځه وروسته اوزاعي بیا کتاب خلاص کړ او ټول یې ولوست! وروسته یې ماته وویل: اې خراسانیه! دا نعمان بن الثابت څوک دی؟! مال دا په عراق کې یو شیخ دی، هغه راته وویل: دا ډېر پوه عالم دی! هغه ته ورشه او نور مسائل هم ورنه زده کړه، عبد الله بن المبارک وایي: ما ورته وویل : دا هماغه ابو حنیفة دی چې تا ورنه منعه کولم. مظاهر القدوة في سیرة الامام أبي حنیفة لــ دکتور عبدالعزیز الدغیثر ۱۶-۱۷
امام الاوزاعي رحمه د امام ابوحنیفة رحمه الله معاصر و، طبعا د دومره لویو عالمانو شاګردان یوه بل ته ورځي، شونې ده کوم شاګرد به اوزاعي ته د امام ابوحنیفة غیبت کړی یي، داراز اوزاعي به د امام د نورو مخالفینو خبرې هم اوریدلې یي، نو ځکه یې ابن المبارک ته د هغه په اړه بدې خبرې وکړې، خو کله چې ابن المبارک هغه له حقیقته او د امام ابوحنیفة له علمه خبر کړ؛ دستې یې هغه ستاینه وکړه او ده ته یې وویل چې ورشه نور علم هم ورنه زده کړه.
ځینې داسې شاګردان شته چې یوه عالم ته د عالم غیبتونه کوي او د همدې بدمرغو له لاسه د علماؤ ترمنځ کرکې او نفرتونه رامنځته کیږي، د مسلماني او سړیتوب لاره دا ده چې غیبتونه خو پریږده بلکې باید د ابن المبارک رحمه الله په څېر داسې هڅې وشي چې د سره خپه عالمانو ترمنځ روغه جوړه او مینه رامنځته شي. د علماؤ مخالفتونه او یوه بل پسې بدې خبرې د دوی د شخصیتونو له توهین او ټیټوالي سره په دیني او ټولنیز لحاظ خطرناک او بېخونده کار دی.
