سلف او د منکر مخالفت
ابو حازم المدایني رحمه الله خورا متقي او زاهد عالم و، یو وخت یې طواف کې خورا ښایسته مېرمن وليدله چې لوڅ مخ روانه وه، نو ورته ویې ویل: له خدایه ووېریږه! خلک دې طواف کې بوخت کړي دي، هغې ورته وویل: ته ما نه پېژنې؟! زه له هغو مېرمنو نه یم چې د ثواب لپاره حج نه کوي، بلکي د دې لپاره حج کوي چې پاک او ناخبره خلک ووژني! ده ورته وویل: زه الله ته سوال کوم چې دا ښایسته مخ دې له اوره وژغوري.
د ابو حازم دا خبره چا مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله ته ورسوله، نو هغه وویل: الله دې په ابو حازم رحم وکړي، که د عراق کوم صوفي او عابد داسې ښځي سره مخامخ شوی وی نو ورته ویل به یې: ځه ورکه شه د الله دښمنې. د حجاز صوفیان او عابدان ظرفيت او پراخه سینې لري. التذكرة الحمدونية ٦/١٤٧
د مکان، زمان او شرایطو په نظر کې نیولو سره د منکر پر خلاف دا د سلفو علماوو چلند دی، هر داعي باید د دعوت لاره کې له نرمي سره شرایط او چاپیریال هم په نظر کې ونیسي، په حکمت سره د منکر مخالفت وکړي او په مینه سره خلک د الله لاري ته دعوت کړي.
