د عمر بن عبد العزیز زوی چا وواهه
د عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی کوچنی زوی کوڅه کې له ماشومانو سره لوبې کولې، یوه ماشوم وواهه او ټپي یې کړ، هغه ماشوم خلکو ده ته راوست، په دې وخت کې بهر شور واوریدل شو، چې ورووتل یوه ښځه وه، هغې نارې وهلې: دا ماشوم زما زوی دی، یتیم دی او زه کونډه یم، عمر رحمه الله ورته وویل: ده ته له بیت الماله میاشتنی معاش ورکول کیږي؟ هغې وویل: نه، عمر خپلو کسانو ته وویل: د ده نوم ولیکئ او له بیت الماله میاشتنی معاش ورته ولګوئ.
عمر ته یې خپلې مېرمنې فاطمې وویل: الله تعالی دې دی څنګه او څنګه کړي، دا هلک به بل ځل بیا ستا زوی وهي. عمر ورته وویل: افسوز ستا پر حال! تاسو هغه وبیروه. (که هغه زموږ ماشوم وواهه، موږ هغه نه یو ډول غچ واخیست، هغه داسې چې دی مو هم وډاروه) البدایه والنهایه لابن کثیر 700/12
