د حامد افغان لیکنی

د فرعوني او معاصر سیاست پرتله

     لاندې کرښې په غور او دقت ولولئ، دلته د موسی علیه السلام پر ضد د فرعون د سیات لنډه خاکه راخلو، معاصر سیاست زموږ پر وړاندې دی، تاسو ښه خیر شئ چې موجوده لویدیځوال سیاست او ختیځ کې د هغه کاپي کوونکي سیاستوال د فرعون سیاستونه څومره ګام په ګام تعقیبوي! راځئ له قرانکریم نه د فرعون د سیاست په اړه څو خبرې سره لولو.      فرعون او د هغه پلویانو موسی علیه السلام په دې تورنوه چې هغه په دین تجارت کوي، کټمټ لکه نن چې د غربي استشراقي مکتب سرخیلان او پیروان (سیکولران) علماء او اسلامپال مسلمانان تورنوي چې دوی پر دین تجارت کوي. فرعون خپل ولس ته وايي: زه ویریږم هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي. {إني أخاف أن يبدل دينكم} او بله دا چې هغه مفسد دی، مصر کې به فساد خپور ...
نور ولوله

علماوو ته

    د فېسبوک ویډیو برخه مې راواړوله، یو ځای د علماوو مناظره وه، دیوبندیان او بریلویان وو، بله  ویډیو کې د سلفیانو او بلې کومې ډلې ملایانو لستوڼې اچول، یوه بله کې پنجپیریان خپلو کې سره نښتي وو، بله ویډیو کې د پاکستان سیاسي ملایانو شیراني او فضل الرحمن د ځان پر ستاینه او بل غندنه بوخت وو، او داسې نور...     ذهن ته مې د علي رضي الله عنه یو اثر راغی ، چې ځینو حدیث هم ګڼلی، هغه کې راغلي: داسې زمانه به راشي چې له اسمانه لاندې مخلوقاتو کې به ترټولو شریر خلک د هغوی عالمان وي! له دوی به فتنه راوځي او په دوی به ورګرځي. علماؤهم شر مَن تحت أديم السماء ، مِن عندهم تخرج الفتنة وفيهم تعود. رواه ابن عدي في "الكامل" (4/227)، والبيهقي في "شعب الإيمان...
نور ولوله

د یوه خراساني او مکي ښایسته کیسه

     ابن جریر الطبري رحمه الله وایي: زه د حج موسم کې په مکه کې وم، د خراسان (تقریبا افغانستان) یو سړی مې ولید چې نارې یې وهلې: اې حاجیانو! اې د مکې خلکو! یوه کڅوړه رانه ورکه ده، په هغه کې زر دیناره دي! که چا پیدا کړې وي او رایې راکړي، الله دې اجرونه ورکړي، الله دې له جهنمه وساتي.      نو د مکې یو بوډا ورپورته شو، ورته ویې ویل: اې خراسانیه! زموږ د ښار (مکې) د خلکو سخت حالات دي، له اقتصادي پلوه ډېر کمزوري دي، د حج څو شپې ورځې دي، د ګټې لارې چارې نشته، که ستا د دینارونو کڅوړه کوم مسلمان او غریب بوډا پیدا کړې وي، هغه تا ته ستا کڅوړه درکړي، ته به څومره حلاله شکرانه ورکوې؟ خراساني ورته وویل: هغه به څومره غواړي؟ بوډا ورته وویل چې هغه به سل دیناره وغواړي...
نور ولوله

نرخونه د الله په واک کې دي

     انس رضي الله عنه وایي: خلکو وویل: یا رسول الله! نرخونه ګرانه شول، موږ ته نرخونه وټاکه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: بېشکه نرخونه یواځې د الله په واک کې دي، هغه (روزې) نیوونکی دی، هغه (روزې) خپروونکی دی، هغه روزې ورکوونکی دی. او زه امید لرم چې الله سره داسې حالت کې مخامخ شم چې ستاسو هیڅ کس زما نه د وینو او شتمنې باره کې د ظلم غوښتنه نه کوي. یعني ستاسو کوم یوه سره مې هیڅ ډول ظلم نه یي کړی، چې بیا یې اخرت کې د غچ مطالبه رانه وکړي. ‏      عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ النَّاسُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، غَلَا السِّعْرُ، فَسَعِّرْ لَنَا . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِقُ، ...
نور ولوله

د ړندو ښار

     دا د پرنګي لیکوال هیربرټ جورج ویلز (Herbert George Wells) خیالي کیسه ده، چې د لومړي ځل لپاره په کال (1936م) کې خپره شوې ده او تراوسه لا خپریږي. کیسه له نړۍ نه د لېري پراته یوه کلي په اړه ده،  دا کلی د جنوبي امریکا د اندیز غرونو لړۍ (Cordillera de los Andes)‏ کې پروت دی. یو وخت دې کلي کې یوه نادره ناروغي پیدا شوه او هغه دا چې خلک به په سترګو ړندیدل! له دې ناروغي سره له نړۍ سره د دې کلي اړیکه وشلیدله او دوی هم خپل کلی نه پرېښود.      لکه چې ویل کیږي انسان له هر ډول حالت سره روږدی کېږي، دوی هم له ړندیدا سره بلد او روږدي شول، خبره دېته ورسیدله چې ان اولادونه یې هم ړانده پیدا کېدل! څه وخت وروست...
نور ولوله

د یلـــــدا شــــپه

یلـــدا د سرياني ژبې لفظ دی یعني زيږيدل، پخواني ایرانیان په دې آند وو چې په دې شپه لمر زیږیدلی دی! نو دا شپه یې د لمر د مولد او پیدایښ په توګه نمانځله. او دا د زردشت مذهب ګروهې دي، زردشتيان نور او رڼا خدایان بولي او د اورنمانځنه یې مهم عبادت ده، دې مذهب زموږ په سیمه هم واک لرلی و نو دلته چې اوس هم يلدا شپه لا یادیږي دا د زردشت اغېزې دي. دومره مهمه خبره نه ده، له پرون او سبا شپو سره یې ایکي یوه دقیقه توپیر ده.. څښتنه! له شرکه پناه غواړو ...
نور ولوله

د الجزائر ملاله

      لالة فاطمة نسومر (پیدا:  1246 هـ/1830م) رحمها الله تعالی د الجزائر هیواد داسې مېرمن ده، لکه زموږ خدای بښلې ملاله میوندۍ، البته د فاطمې د ژوند تفصیلي حالات او جګړو کې فعاله او قائدانه برخه شتون لري. فاطمه د فرنسوي یرغل خلاف د الجزائري ولس د مقاومت سمبول ګڼل کېږي.      نوموړې د فرنسویانو پرخلاف یوه جګړه کې د مجاهدینو د  (7000) کسیز لښکر قومنده په لاس کې لرله، چې د فرنسویانو له (45000) کسیز لښکر سره یې مقابله کوله. دا مهال د فاطمې عمر ایله (23) کاله وه. پایله کې یې فرنسويانو ته سخته ماتې ورکړه، ویل کېږي دې جګړه کې د فرنسوي پوځ (10) جنرالان وژل شوي وو!      فرنسوي مؤرخ (لوی مسيني...
نور ولوله

امام الذهبي د ځان په اړه

    امام الذهبي رحمه الله امت منلی عالم، محقق او محدث دی، سلهاوو کلونه کیږي چې د ده له ښایسته کتابونو مخلوقات ګټې ترلاسه کوي، تاریخ الاسلام او سیر الأعلام النبلاء یې مشهور او خوندور کتابونه دي. دې کتابونو کې یې د امت د ګڼ شمېر عالمانو او پوهانو ژوند لیکونه راجمعه کړي دي. خو د ځان په اړه یې څه نه دي ویلي.     په یوه کتاب کې چې (المعجم المختص بالمحدثين) نومیږي د ځان په اړه شکمن غږیدلی، هلته ځان غائب ښیي او لیکي: کتابونه یې لیکلي، ویل کېږي ګټور دي، ځیني یې خوښوي او ستایي خو علم کې دی پخپل ځان ترټولو ښه پوهیږي، وﷲ المستعان ولا قوة إلا به، که ایمان مې روغ پاتي شي لویه بریا به مې وي.      او په (ذيل ديوان الضعفاء...
نور ولوله

زما ایډیال ډاکټر حميد الله حيدر آبادي

     چرته یې عکس مخته راغی، سترګې مې ورته نمجنې شوې او زړه مې دعاګانې ورته وکړې. دا د مسلمان امت او انسانیت غمخور او وتلی داعي شاید ډېر خلک نه پېژني، خو د ده د سترو خدمتونو له برکته به ان شاء الله د الله تعالی د لویو ولیانو په لیست کې لیکلی وي. دا عالم موجوده وخت کې زما له ایډیال علماوو او لیکوالو نه و. الله دې جنتونه نصیب کړي.      دا عالم ډاکټرحميد الله حيدرآبادي (١٩٠٨-٢٠٠٢م)، نومېږي، د ناوېشلي هند، حیدر اباد ښار و، وروسته فرانس کې مېشت شو، هلته یې اوږده موده د اسلام خدمت ته په نړیواله سطحه کار وکړ. ده خورا په زړه پوري کتابونو لیکلي دي، په ځانګړې توګه "صحیفة همام بن منبه" یې خورا مهم اثر دی، همام د ابو هریرة رضي الله عنه شاګرد و، دا د هغ...
نور ولوله

د ښایسته پېغلې او وږي پړانګ کیسه!

     ویل کیږي دا دومره ستره جنجالي کیسه ده چې تاریخ کې یې د سړیو او ښځو تر منځ ډېر جنجالونه رامنځته کړي دي، دا د پېغلې او پړانګ کیسه ده چې امریکايي ادیب فرانک سټوکټون لیکلې ده، کیسه د پخوا زمانې د یوه پاچا کیسه ده چې په جرم د تورنو کسانو د محاکمې او سزا لپاره یې یوه نوې او نادره طریقه ایجاد کړې وه.       دا نوې طریقه داسې وه چې په جرم تورن کس به یې د دوو تړلیو دروازو مخته ودروه، د یوې دروازې شا ته به ښایسته پېغله درول شوې وه او د بلې دروازې شا ته وږی پړانګ. تورن مجرم ته به وویل شول چې یوه دروازه خلاصه کړي، که هغه به د پېغلې دروازه خلاصه کړه، په جبري توګه به هغه پېغله ورته په نکاح کېدله او که به یې د پړانګ دروازه خلاصه کړه، نو هغه مجبوره و چې ل...
نور ولوله

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د یوې پېغلې شکایت

     عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته یوه پېغله راغله، هغه ته یې وویل: یا رسول الله! پلار مې خپل وراره ته کوژده کړې یم، څو په ما سره د هغه عیب پټ کړي. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته اختیار ورکړ. هغې وویل: زه مې د پلار کوژده تائدوم، خو ما دا کار ځکه وکړ چې ښځې پوهه کړم چې د کوژدې په اړه پلرونه هیڅ واک نه لري.      عن عائشة رضي الله عنها قالت : جاءت فتاة إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله، إن أبي زوجني ابن أخيه؛ يرفع بي خسيسته. فجعل الأمر إليها، قالت: فإني قد أجزتُ ما صنع أبي، ولكن أردت أن تعلم النساء أن ليس للآباء من الأمر شيء. سنن ابن ماجه  1874  مصنف عبد الرزاق الصنعاني 10001  مصنف ...
نور ولوله

د هوښیارې بوډۍ خوندوره کیسه

     بوډۍ وایي: دري زامن مې وو، ټولو ودونه کړي وو، یوه ورځ د مشر زوی کره د شپې لپاره ورغلم، شپه مې وکړه سهار مې له نږور نه د اوداسه اوبه وغوښتلې، هغې اوبه راوړې، اودس مې وکړ، له اوداسه پاتې اوبه مې په هغه توشک تویه کړې، چې شپه مې پرې تېره کړې وه.       بوډۍ زیاتوي: سهار له ناشتې وروسته مې نږور ته وویل: زویه! خپه نه شې، د لوی عمر انسانان همدا ستونزه لري، ما د شپې توشک بېلمازه کړی، که ویې مينځې؟ نږور مې سخته راته غوسه شوه او له خولې یې لاس واخیست* چې څه په خوله ورتله هغه پوچ او سپک الفاظ یې راته وویل، راته کړه یې په منډه توشک ومینځه کنه ...      بوډۍ زیاتوي: توشک مې ومینځه، زوی مې د دې کیسې نند...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک