رسول الله سره د عمر مینه
د مکې د فتحې پر مهال عباس رضي الله عنه ابو سفیان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوست، چې هغه یې وبښي او اسلام ومني. عمر بن الخطاب رضي الله عنه کوښښ کوه چې له رسول الله نه د ابو سفیان د وژلو اجازه ترلاسه کړي، نو عباس عمر ته وویل: عمره ساړه یې خوره، په الله مې قسم که ابو سفیان د بنو عدي (د عمر قبیله) له پښې سره اړیکه لرلی که تا دا خبره کړې وی.
خو عمر رضي الله عنه عباس رضي الله عنه ته وویل: ګوره عباسه! لیږ اتیات کوه، په الله قسم کوم چې ستا د اسلام منلو پر مهال زه ستا په اسلام منلو دومره خوشاله شوم چې زما د پلار خطاب په اسلام منلو به دومره نه وم خوشاله شوی! ځکه زه پوهیدلم چې ستا په اسلام منلو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خطاب له اسلام منلو زیات خوشالیږي! سيرة ابن هشام (2/ 403).
