No-IMG

زموږ انسانانو ته

      ډاکټر کریګ کونسیډین (Dr.Craig Considine) امریکا کې د رایس پوهنتون استاد دی، ده د مسیحیت له نظره  "د محمد انسانیت" ( The Humanity of  Muhammad) په نوم کتاب لیکلی. نوموړی لیکي: د اسلام پیغمبر د انساني تاریخ لومړی کس دی چې د توکم پالنې او غلامي پر ضد یې ګام پورته کړی!

    ډاکټر کریګ ډېر ځله پر خپل ټوېټر پاڼه نبوي حدیثونه خپروي، دی ځان په محمد ﷺ مین ښیي! او هر وخت د هغه ستاینه کوي. دی په یوه ټوېټ کې لیکي؛ خلک راته وایي ته عیسایي یې او محمد ډېر خوښوې؟! زه ورته وایم چې محمد ویلي دي زه او عیسی له دوو مېندو سره ورونه یو! People ask me, "how can you admire Prophet Muhammad & still be a Christian?" For the same reason that Muhammad said he & Jesus are brothers from different mothers.

     خو زموږ ځیني د غرب له انسانیته متاثر او اغېزمن دي او په مسلمانو ټولنو کې د اتیات له مخې سیکولریزم ته د انتساب پر ځای ځانونه انسانان بولي. خو دوی ته دې وویل شي چې پام مو وي هغه ده د غرب هوښیاران هم د محمد ﷺ له انسانیته اغېزمن دي... څرنګه چې د انسانیت پر دې ستر لمر (رسول الله ﷺ) باندې د مختلفو تعصبونو، شهوتونو او عقلیت پرستي له امله د دې انسانانو سترګې ړندې شوې دي او د غرب له انسانیته! متاثر دي؛ دوی باید خپلو رایو او اندونو ته بیا بیا نظر وکړي. الله دې موږ او دوی ټولو ته سمه لاره راوښیي.

     د غرب د انسانیت باره کې مو دې مهمې خبرې ته توجه غواړم، هغه دا چې د #سیکولریزم یو اصل "تشیؤ الانسان" ده، یعني انسان "مطلق شی" ګرځول، دا ډېر خطرناک اصل دی، دا له هغه پخوانی اصل نه عام دی، پخوانی "تشييء المرأة" یا "تسليع المرأة" چې انګلیسي کې (The objectification of women) ورته وایي، یعني ښځه متاع او سامان ګرځول و او دې کې ټول انسانان، شیان ګرځول دي، مطلب دا چې انسان له کرامته، شرافته او ټولو غوره صفاتو تشول او مطلق "شی" ګرځول. چې دلته خبره اوږده ده، که وخت او معلومات زیات شول بیا به څه پرې لیکو. ان شاء الله تعالی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک