موږ ته د احمد ﷺ لیک راغلی د روم د ستر پادري اسلام منلو او شهادت کیسه
رسول الله ﷺ د روم پاچا هرقل ته د اسلام منلو په نیت لیک ولیږه، دا لیک یې د مشهور صحابي دحیة بن خلیفة الکلبي رضي الله عنه په لاس هغه ته ولیږه. هرقل چې د رسول الله ﷺ لیک ولوست او رسول الله ﷺ په اړه یې د هغه له دښمن ابو سفیان نه هم معلومات ترلاسه کړل، نو دحیة رضي الله عنه ته یې وویل: په الله قسم کوم چې ستا ملګری د الله له لوري رالیږل شوی پیغمبر دی، دا هغه پیغمبر دی چې موږ یې انتظار کوه او زموږ په کتاب کې د ده په اړه معلومات راغلي دي. خو زه له خپل ولسه ډاریږم، کنه اوس مې د ده پیروي کوله.
د روم پاچا هرقل دحیة الکلبي ته وویل: ته د روم ستر بشپ او پادري "ضغاطر" ته ورشه، هغه زما نه ځواکمن دی، رومیان زما په نسبت د هغه خبره ښه مني او د خپل ملګري کیسه دې ورته وکړه، بیا وګوره چې هغه څه درته وایي. دحیة هغه ته ورغی، د رسول الله ﷺ د رسالت او د هغه د لیک خبره یې ورته وکړه، ضغاطر ورته وویل: په الله قسم کوم چې ستا ملګری د الله له لوري رالیږل شوی پیغمبر دی، په همدې صفتونو یې موږ پېژنو، زموږ په کتاب کې د ده په نوم پیغمبر حالات راغلي دي.
بیا ضغاطر خپلې تورې جامې وغورځولې او سپینې یې واغوستلې، خپله لکړه یې واخیستله، د رومیانو کلیسا ته ورغی، هغوی ته یې وویل: اې رومیانو! موږ ته د احمد لیک راغلی، الله ته یې دعوت کړي یو. زه شاهدي وایم چې له الله پرته د عبادت وړ بل خدای نشته او زه شاهدي وایم چې احمد د الله رسول دی. إِني أَشهد أَن لا إلِه إِلا الله وأَشهد أَن أَحمد رسول الله. په دې سره د کلیسا ټولو رومیانو پر هغه برید وکړ او قتل یې کړ.
دحیة الکلبي رضي الله عنه بېرته هرقل ته ورغی، هغه ته یې کیسه وکړه او هغه ورته وویل: ما درته وویل چې موږ له خپل ولسه ډاریږو، په الله مې قسم چې ضغاطر زما په نسبت رومیانو ته ډېر لوړ دی.
مأخذونه: أسد الغابة في معرفة الصحابة لابن الاثیر: 581/1. فتح الباري شرح صحيح البخاري ، الاصابة في تمییز الصحابة لابن حجر، البدایة والنهایة 297/4، الشفاء 364/1
