No-IMG

رسول الله ﷺ به له څه شي زیاته پناه غوښتله؟

    رسول الله ﷺ به لمانځه کې دا دعا کوله چې یا الله! له ګناه او پور نه پناه غواړم. (اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ) چا ورته وویل: یا رسول الله! ته هر وخت له پوره ډېره پناه غواړې؟! هغه ﷺ ورته وفرمایل: سړی چې پوروړی شي نو خبرو کې دروغ وایي او چې کله وعده وکړي مخالفت یې کوي. عَنْ عَائِشَة رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهَا قَالَتْ:  ‏أنَّ رَسولَ اللَّهِ ﷺ كانَ يَدْعُو في الصَّلَاةِ ويقولُ:اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ،فَقالَ له قَائِلٌ: ما أكْثَرَ ما تَسْتَعِيذُ يا رَسولَ اللَّهِ مِنَ المَغْرَمِ؟قالَ:إنَّ الرَّجُلَ إذَا غَرِمَ حَدَّثَ فَكَذَبَ،ووَعَدَ فأخْلَفَ. صحيح البخاري:الرقم2397

    رسول الله ﷺ ځکه هر وخت له ګناه او پوره پناه غوښتله چې دا دواړه د انسان اخرت او دنیا دواړه خرابوي، ګناهونه د سړي اخرت بربادوي او پور په سړي دنیا تنګوي او لکه حدیث کې چې راغلي پور سړی نورو ګناهونو ته هم اړ کوي لکه دروغ او وعده خلافي. د #تجربې خبره ده چې د پور له امله ان ډېر رښتیني او کره خلک دروغو او وعده خلافي ته مجبور شوي. الله دې موږ وساتي او الله دې هر پوروړي ته پور پرې کول اسانه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک