تر ټولو غوره خیرات
یوه سړي رسول الله ﷺ نه پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره خیرات او صدقه کومه ده؟ هغه ﷺ ورته فرمایل: پر خپل هغه خپلوان صدقه کول چې په زړه کې دښمني درسره لري؛ تر ټولو غوره خیرات او صدقه ده. قال رسول الله ﷺ أفضل الصدقة على ذي الرحم الكاشح. رواه أحمد وأبو داود والترمذي والدارمي
یعني پر هغه خپلوان او تربور صدقه کول ترټولو غوره صدقه ده چې هغه په ښکاره دښمني پټوي خو په زړه کې یې لري. دا خیرات ځکه ترټولو غوره دی چې یو خپلوي پالنه ده او بل شیطان ته لته ورکول او د هغه ترټل دي. فکر کوم ډېر کم خلک به داسې خیرات ته زړه ښه کوي...
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
