د هر مسلمان خیر غوښتنه
جرير بن عبد الله رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله ﷺ سره پر لمانځه کولو، زکات پرېکولو او د هر مسلمان خیر غوښتلو؛ بیعت وکړ . عن جرير بن عبد الله رضي الله عنه قال: بايَعتُ رسولَ اللهِ ﷺ على إقامِ الصلاةِ، وإيتاءِ الزكاةِ، والنصحِ لكلِّ مسلمٍ. رواه البخاري 57
یوه بل مشهور حدیث کې راغلي دي چې دین نصیحت او خیر غوښتل دي، (الدین النصیحة) چې هغه کې د مسلمانو لپاره ښه او خیر غوښتل هم راغلي دي. دلته دا خبره په زیات ټینګار سره راغلې ده، (والنصحِ لكلِّ مسلمٍ) ځکه دلته (لكلِّ) لفظ ورسره راغلی، یعني د هر مسلمان لپاره خیر غوښتل. که هغه دې سیال او تربور وي، یا هغه ستا له ګوند پرته د بل ګوند او بلې ډلې سړی وي، د مسلماني غوښتنه دا ده چې ته به یې خیر غوښتونکی اوسې.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
