No-IMG

پر ملا امام د غلا تور

    د مقتدیانو یوې کورنۍ یوه روژه مات ته د خپل جومات ملا امام دعوت کړ او ملا صاحب یې دعوت ومانه، د کاله مېرمنې چې د روژه مات دسترخان تیاروه څه پیسې یې د دسترخان خواته هېرې شوې، کله چې ملا صاحب روژه ماته کړه او ولاړی، ښځه ورغله چې پاتې خواړه او لوښې ټول کړي خو پیسې نادرکه شوې وې! څرنګه چې د دوی کور کې هیڅ ماشوم نه و او نه په دې وخت کې له ملا صاحب پرته بل څوک هلته ورغلی و؛ نو هغه پر ملا صاحب شکمنه شوه!

     ماخوستن ښځې خپل خاوند ته کیسه وکړه او په ټینګار سره یې ورته وویل چې ملا صاحب ته خبره وریاده کړه، مېړه یې ورته وویل چې دا بده او د شرم خبره ده، خو دومره به وکړو چې له ملا صاحب سره له دې وروسته اړیکې ختمې کړو، سړي همداسې وکړل، جومات یې پرېښود، ملا صاحب او هغه پسې لمونځ کول یې پرېښودل او ملا امام سره یې اړیکې ختمې کړې.

    شپې ورځې په منډه روانې وې، لکه میاشت وروسته بله روژه راغله... ! یوه ورځ مېړه او ښځه سره ناست وو، مېړه یې ورته وویل: موږ د رحمت او بښنې په میاشت کې یو، بښنه او تېریدنه د مومن صفت وي، دا ملا صاحب مو یو کال پرې ایښی، هغه عاجز مسافر دی، دلته کور او کوروال نه لري، راځه بښنه به ورته وکړو او روژه مات ته به یې راوبولو؟ مېرمن لیږ ځنډ چوپه شوه، وروسته یې ورته وویل: خوښه مې ده، خو په یوه شرط، هغه دا چې ملا صاحب ته به هغه د پیسو خبره خامخا وریادوې او مېړه یې ورسره ومنله.

     ملا صاحب راغی، روژه مات یې وخوړ، وروسته مقتدي د پیسو کیسه وریاده کړه، ملا صاحب یو څه د خجالت احساس وکړ، په ژړا شو او سر یې په ځنګنو کېښود، لیږ وروسته یې په داسې حالت کې سر راپورته کړ چې له سترګو یې اوښکې روانې وې! سړي په تعجب سره وپوښتی چې ملا صاحب ولې ژاړې؟! ملا صاحب ورته وویل: ته ولاړ شه! هغه المارۍ کې ایښی قران راواخله، سړي قران راواخیست، ملا صاحب ورته وویل: د قران ځنځیر خلاص کړه، سړي چې قران خلاص کړ د فاتحې او بقرې ترمنځ پیسې ایښې وې!! او ملا صاحب زیاته کړه: ژاړم په دې چې په دا (365) ورځو کې، یعني پوره.کال کې تاسو قرانکریم نه دی خلاص کړی چې تلاوت یې کړئ؟!!!

    سړی او ښځه سخت شرمنده او خپه شول، په ژړا او زاریو ملا صاحب ته لګیا شول چې موږ درته ګرم او ملامت یو، موږ پر تا د غلا تور لګولی وو او ته پاک او سپېڅلی انسان یې! ملا صاحب ورته وویل: زه څه یم، زه عاجز انسان یم، تاسې د خپل رب عظیم کلام ته بسته کال شاکړې وه، تاسې اول له الله نه بښنه وغواړئ، توبه ګار سئ او د الله کتاب ته متوجه شئ.

      په لنډو ټکو کې پایله دا شوه چې موږ اکثره د کیسې د ملا صاحب مقتدیان یو، د قران له تلاوت سره اوږده فاصله لرو، الله مو دې اصلاح کړي. کیسه لایک او شیر کړئ، ګوندې له قرانکریم سره د خلکو د اړیکو ذریعه شي. او لاندې د قرانکریم په اړه کومه د خیر او ګټې خبره کمنټ کړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

جلال مرادی

واقعا مونږ او تاسی قرآن کریم ته هیڅ خپل حق نه دی ورکړی حد اقل کال کې دوه واری قرآن کریم باید ختم شې

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک