No-IMG

د وتر لمانځه غوره وخت

    رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې وېرېږي چې د شپې اخیر کې به راپورته نه شي، نو د شپې په اوله برخه کې دې وتر لمونځ وکړي. او که څوک امید لري چې د شپې اخیر کې به راویښ شي نو د شپې په اخیر کې دې وتر لمونځ وکړي، ځکه د شپې اخیر کې لمانځه ته ملایکې حاضریږي او دا لمونځ ډېر غوره دی.

     ‏عن جابرِ بن عبدالله رضِيَ الله عنهما، قال: قال رسول الله صلّى الله عليْهِ وسلّم: مَن خافَ أنْ لا يَقُومَ من آخِرِ اللّيْلِ فَلْيُوتِرْ أوّلهُ، ومَن طمِعَ أن يَقُومَ آخِرَهُ فَلْيُوتِرْ آخِرَ اللّيْل؛ فإنّ صلاةَ آخِرِ اللَّيْلِ مشْهُودَةٌ، وَذَلِكَ أفْضَل. صحيح مُسلم(٧٥٥) و أحمد [3/ 337 و 348] والترمذي [455] وابن ماجه [1187]

     امام النووي رحمه الله لیکي: که څوک د شپې اخیر کې راویښېدلی شي؛ د هغه لپاره غوره خبره دا ده چې د وتر لمونځ د شپې اخیر ته وځنډوي او که څوک پر ځان باور نه لري هغه دې د شپې اول وخت کې وکړي. د وترو په اړه چې نور روایتونه راغلي دي هغه په دې تفصیل حمل کيږي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک