د یوه هوښیار 20 خبرې
(1) تر ټولو ښه پناه ځای "الله" دی
(2) نورو ته خیر رسول لویه نېکمرغي ده
(3) دروغژن د نړۍ خطرناک انسان دی
(4) ژوند کې تر ټولو ستره ډالۍ بښنه ده
(5) ځان غوښتنه د هر شر جرړه ده
6) ژوند کې تر ټولو مهم خلک مو کورنۍ ده
7) د ژوند ښکلا "مینه" ده
8) کار د ژوند "روح" ده
9) ژوند کې ټول منلی حقیقت مرګ دی
10) داخلي سوله لوړه عاطفه ده
11) "ماشومان" ښه ښوونکي دي
12) ژوند کې ترټولو غوره ورځ "همدا ورځ' ده
13) ژوند کې اسانه کار "غلطي کول" دي
14) ژوند کې ترټولو لوی خنډ "ډار" ده
15) د ژوند ستره غلطي له خپلو اصولو تېریدل دي
16) ژوند کې لویه ماته "بې زړه کیدل' دي
17) چې تل د بدو ځواب بد وي؛بد به کله ختمیږي؟
18) مینه او بښنه د ژوند ترټولو اغېزمنې کړنې دي
19) نرمي ترټولو اغېزمنه وسله ده
20) د ښو خبرو عملي کول ګټور دي؛ نه اوریدل/لوستل
