د انځور انځور
یوه انځور ته ګورم، د پښتون وطن کوم دنګ غره ډبرینه پښتۍ ده، ستومانه بوډۍ ملا په څادره تړلې روانه ده، د ژوند (عمر خوړلی) ملګری یې لا ستومانه او بد حاله د هغې تر شا روان دی، هغه تر دې بې سېکه دی، بوډۍ د ملا د څادره یوه پېڅکه هغه ته وراوږده کړې ده او هغه په لږځواکه ګوتو تم کړې ده، په دې توګه دا پښتنه او درنه بوډۍ د خپل ژوند ملګري مرسته کوي.
دا مرسته یې ما ته د پښتنو مېرمنو د ستومانه ژوند د وفا او مینې درنه بېلګه ولیده شوه، چا راته کړه په دې انځور څه ولیکه.. مال دا انځور نه دی دا خو د مینې اوږد او سپړلی کتاب دی! مینه او د مینې اغېز ته ګورئ د دې اسمانڅکو غرونو کروړ وګړي یې په دې ډبرينو غونډيو کې د مینې په څومره ښایسته او ساده مزي سره پېیلي دي! او دلته مې د قران کریم د دې جملې ژوندی تفسیر ولید چې فرمايي: وَ جَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّةً وَّ رَحْمَةً. او هغه ذات ستاسو منځ کې مینه او مهرباني پیدا کړې ده.
