د ملایکو تسلیت
ابو الدرداء رضي الله عنه وايي : د سلیمان بن داود علیهما السلام زوی وفات شو، نو هغه سخت پرې خپه شو، په دې وخت کې دوه ملایکې ورته راغلې، مخته ورته کېنستلې، داسې لکه د دواړو چې سره دعوه یي. یوې ورته وویل: فصل مې کرلی و، لا رېبلی مې نه و چې دا سړی په هغه لاره راغی او زما فصل یې راخراب کړ.
سلیمان علیه السلام هغه بل ته وویل : ولې دې د سړي فصل ورخراب کړی ده؟! هغه ورته وویل : زه په هغه لاره راروان وم، چې د ده په فصل راغلم، ښي او چپ لور ته مې وکتل هیڅ لاره نه وه نو له مجبوري د ده په فصل راغلم او هغه خراب شو.
سلیمان علیه السلام هغه ته وویل : نو تا ولې په لویه لاره کې فصلونه کرلي دی؟! ته نه پوهېږې چې خلک به په دې لاره راځي؟ ملایکې ورته وویل : نو ته دې ولې پر خپل زوی دومره خپه یې، ته نه پوهیږې چې اخرت ته تللې لاره په مرګ ورغلې ده؟! روایت کې زیاتوي چې سلیمان علیه السلام رب ته توبه وایستله او له هغه وروسته یې پر خپل زوی فریاد ونه کړ. تنبيه الغافلين للسمرقندي
