No-IMG

غریبانو سره مینه

 عروة بن الزببر رحمه الله د مشهور صحابي حواري الرسول (د رسول الله خاص او نږدې ملګري) الزبیر بن العوام رضي الله عنه؛ زوی و، ده په مدینه منوره کې داسې باغ درلود چې د مدینې له سترو باغونو ګڼل کیده. هغه پر خپل باغ دیوال راتاو کړی و، چې له څارویو او ماشومانو یې وساتي.

    کله به چې د خورماؤ د پختن وخت راورسید او پوره به پخې او خوږې شوې، په لیدو به یې د خلکو خولو کې ناړې زیاتیدلې، نو عروة بن الزبیر رحمه الله به راولاړ شو او د باغ دیوال به یې څو ځایه مات او د خلکو لپاره به یې دروازې او لارې په کې جوړې کړې، څو خلک په اساني سره ورننوتلی او مېوې ورنه خوړلی شي!

    پخپله عروة به چې کله خپل باغ ته ننوت دا ایت به یې له ځانه سره زمزمه کوه: وَلَوْلَآ إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ. [سُوۡرَةُ الکهف : 39] یعني او كله چي ته خپل باغ ته ننوتلې، نو په هغه وخت کې ستا له خولې څخه دا ولي را ونه وتل چي:  مَاشَاالله، لا قوة الابالله (دا هم هغه شی دی چي الله غوښتی دی، د الله څخه پرته بل قدرت نشته). صور من حياة التابعين عبدالرحمن رأفت الباشا.

    دومره په اخلاص له غریبانو سره د مرستې سرچینه له غریبانو سره مینه ده او غریبانو سره مینه له الله جل جلاله نه د رسول الله ﷺ غوښتنه وه! هغه به الله تعالی ته سوال کوه چې یا الله غریبانو سره مینه راکړه. اللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ ... وَ حُبَّ الْمَسَاکِینَ.

غریبانو سره د مرستې په نیت زموږ ملګري د (تعاون خیریه بنسټ) په نوم یوه اداره لری چې دا څه موده بې وزلو او غریبانو سره مرستې کوي، دوی نېک خلک دي، د خلیج مسافر دي او یواځنۍ موخه یې خپل بېچاره ولس سره مرستې دي. ولا نزکي علی الله أحد. نو شتمن وروڼه دې دوی سره مرستې وکړي، ان شاء الله مرستې به یې په امانت سره محتاجو خلکو ته رسیږي. لاندې یې د اړیکو شمېرې دي:

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک