بښنه وغواړئ
شیطان به وویل: یا ربه! ستا په عزت قسم کوم، تر څو چې ستا بندګان ژوندي یې زه به یې بېلارې کوم او ګمراه کوم. رب او څښتن ورته وویل: زما پخپل عزت او لویي قسم، تر څو چې دوی زما نه بښنه غواړي زه به هر وخت بښنه ورته کوم.
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه مرفوعاً: إن الشيطانَ قال: وعزِّتِكَ يا ربِّ، لا أَبرَحُ أُغوي عِبادَكَ ما دامتْ أَرْواحُهم في أَجْسادِهم، قال الرَّبُّ: وعزَّتي وجَلالي، لا أَزالُ أَغفِرُ لهم ما استَغْفَروني. التخريج : أخرجه أحمد (11237) واللفظ له، وأبو يعلى (1399)، والطبراني في المعجم الأوسط (8788)
یعني الله تعالی په قسم سره وایي چې څوک زما نه هر وخت بښنه وغواړي زه به خامخا بښنه ورته کوم! مهربانه څښتنه! موږ ډېر ګناهګار یو، بښنه غواړو، بښنه غواړو، بښنه غواړو، ته بښنه راته وکړه. نو بښنه وغواړئ.
