No-IMG

فاطمې ته د رسول الله ﷺ پټې خبرې

    عائشه رضي الله عنها وایي: د رسول الله ﷺ خواته د هغه ټولې مېرمنې رایوځای شوې وې، یوه یې هم پاتې نه وه، چې فاطمة راغله، هغې کټمټ د خپل پلار په څېر تګ کاوه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: پخیر راغلې، زما خوږې لورې، نو هغه یې ښي که چپ لور ته کېنوله.

    وروسته یې فاطمې ته په غوږ کې پټه خبره وکړه، نو هغې وژړل او بیا یې چې پټه خبره ورته وکړه هغې وخندل! عائشه وایي: ما هغې ته وویل: رسول الله ﷺ تا ته پټه خبره وکړه او تا وژړل؟ کله چې هغه ولاړه شوه ما ورته وویل: هغه پټه خبره ما ته وکړه، رسول الله څه درته وویل؟ فاطمې راته وویل: زه نه شم کولی د رسول الله ﷺ راز درته ووایم.

    کله چې رسول الله ﷺ وفات شو، فاطمې ته مې وویل: پر تا زما د حق په پار پوښتنه درنه کوم چې رسول الله کومې پټې خبرې درته وکړې، هغه ما ته وکړه، هغې راته وویل: اوس یې درته کوم، په لومړي ځل هغه دا پټه خبره راته وکړه چې جبریل به هر کال یو ځل قران راسره دور کوه او په دې کال کې یې دوه ځله راسره دور کړ، د دې مطلب دا دی چې زما اجل رانږدې شوی، نو له الله وډاره شه او صبر کوه، زه ستا لپاره ښه سلف او مخکې تلونکی یم، فاطمې زیاته کړه: نو د هغه په دې خبره ما وژړل.

    فاطمة رضي الله عنها عائشې رضي الله عنها ته وایي: بیا چې رسول الله ﷺ پټه خبره راته وکړه راته ویې فرمایل: ایا ته نه یې راضي چې ته به جنت کې د مومنانو مېرمنو مشره او سرخېله یې؟! فاطمة وایي: نو د هغه په دې خبره مې وخندل، هغه چې تا ولیدلم. صحیح مسلم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک