No-IMG

د توبې په اړه شيخ محمد الغزالي کيسه

شیخ محمد الغزالي رحمه الله لیکي:

یوه شرابي ته مې وویل: الله ته توبه نه کاږئ؟ هغه په عاجزي سره ماته وکتل، سترګې یې اوښلنې شوې .. راته کړه یې: دعا راته کوه..

وروسته مې د سړي په حالت فکر کاوه.. زړه مې نرم شو.. مال دا ژړا یې پخپله کمزوري کوله او په ګناه خپه و .. هغه غواړي ځان اصلاح کړي .. یقینا هغه په حقه مومن دی.. هغه ازمویښت کې راګير و له هغه نه د وتلو کوښښ کوي او زما نه یې هم مرسته وغوښتله

ځان ته مې فکر سو .. مال زما حالت دې سړي ته ورته دی، یا شاید له ده نه بدتر حالت کې یم.. دا صحي ده چې ما شراب نه دې څښلي .. ځکه زه چې کومه کورنۍ کې ژوند کوم هغوی شراب نه څښي .. خو کیدی شي ما د غفلت داسې شراب وهلي وي چې له دې شرابي نه به یې زیات غافل کړی یم، له الله نه لیري شوی او د هغه حقوق به مې ضایع کړي وي .. دی خو ښه دی ژاړي زه او زما په ډول نور خو پخپل غفلت نه ژاړو .. کیدی شي موږ تر هغه نه زیات دوکه شوي یو..

کله چې الله سمه لاره دروښیي د دې مطلب دا نه دی چې ته ډېر هوښیار یې یا عبادتونه کوې .. بلکي دا یواځې د الله رحم دی او که وغواړي دا رحم درنه اخيستلی شي .. نو ځکه پخپل عمل او عبادت غرور مه کوه .. او څوک چې بېلاري دي هغوی ته په سپکه مه ګوره.. ځکه که په تا د الله ځانګړی رحم نه وی ته به هم د ده په څیر بېلارې وې ..

هیڅکله دا ګومان مه کوه چې پر دین ثبات او استقامت ستا خپل کمال او برياليتوب دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک