No-IMG

د رسول الله ﷺ د دفن کیسه!

    سالم بن عبید الأشجعي رضي الله عنه روایت کوي چې هغوی (صحابه و) ابو بکر صدیق رضي الله عنه (د رسول الله ﷺ د وفات پر مهال) وپوښتی چې اې د رسول الله ملګریه! ایا رسول الله ﷺ به هم دفن کېږي؟! هغه ورته وویل: هوکې، هغوی وویل: چرته؟ ابو بکر وویل: هغه ځای کې چرته چې الله د هغه روح اخیستې ده، ځکه الله د هغه روح خامخا په پاک ځای کې اخلي.

      عن سالم بن عُبيد الأشجعي رضي الله عنه ، قال : قالوا لأبي بكرٍ الصديقِ رضي الله عنه : يا صاحب رسول الله أيُدفن رسول الله ﷺ؟! قال : نعم ، قالوا : أين؟ قال : في المكان الذي قبض اللهُ فيه روحَه ، فإن الله لم يقبض روحَه إلا في مكانٍ طيِّب. رواه الترمذي في الشمائل بإسناد صحيح

د حدیث ګټې:

یوه دا چې صحابه کرامو  له رسول الله ﷺ سره له اندازې زیاته مینه لرله، د هغوی زړونو نه غوښتل چې د دوی ګران پیغمبر دې خاورو کې دفن شي او بله دا چې هغوی د ده وفات سخت په غم او حیرت کې اچولي وو، ځکه هغوی په تعجب سره له ابو بکر نه نادره پوښتنه کوي (أيُدفن رسول الله ﷺ؟!)

دویمه ګټه دا چې له روایته د ابو بکر رضي الله عنه لوړ شان ښه څرکندیږي، یو دا چې هغه د رسول الله بېخي خاص ملګری و، ان نورو صحابه کرامو هم هغه د رسول الله ملکری (يا صاحب رسول الله) باله. او بله دا چې د رسول الله د دفن په اړه هغه په ځانګړې توګه پوښتل کیدی معلومه شوه چې هغه په سختو او لو موضوعاتو کې عملاً د ټولو صحابه کرامو لارښود او مشر و.

بله ګټه دا چې رسول الله ﷺ په کوم ځای کې وفات شوی و، هماغه ځای کې دفن کړل شو، چې هغه د عائشې رضي الله عنها کوټه وه. روایاتو نه معلومیږي چې هر نبي کوم ځای ساه ورکړې هماغلته دفن شوی. د رسول الله د دفن په اړه ځینو ویل نبوي جومات کې دفن کوو، چا ویل نورو صحابه کرامو سره، خو ابو بکر دا پرېکړه وکړه چې هغه به د وفات پر ځای دفن کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک