د غافل زړه دعا
رسول الله ﷺ فرمایي: په داسې توګه دعا کوئ چې د قبلیدا یقین مو وي. او پوه شئ، بې شکه الله د غافل او بې پروا زړه دعا نه قبلوي. قال النبي ﷺ: ادعوا الله وأنتم موقنون بالاجابة، واعلموا أن ﷲ لا يستجيب دعاء من قلب غافل لاه. رواه الترمذي واحمد
علامة المناوي رحمه الله وایي: دعا کې بیداري، د زړه ویښتیا او توجه د دعا قبلیدا مهم شرط دی. امام الرازي رحمه الله وایي: د ټول امت په دې اتفاق ده چې د ژبې هغه دعا چې د زړه غوښتنه په کې نه یي بې اغېزې او چندان ګټه نه لري. فیض القدیر للمناوي
الله دې رحم وکړي، زموږ اکثرو دعاګانې غافلانه وي، په خوله معلومې دعاګانې وایو او زړونه مو په نورو اندېښنو بوخت یي. د حدیث یوه بل روایت کې راغلي چې داسې دعا الله نه اوري، یعني نه یې قبلوي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
