د محمد ظاهر عمار لیکنی

د سوکاله او خوشاله ژوند له پاره څو مهمې توصيې

* همېشه له خدای تعالی سره په اړيکه کې اوسئ، هغه نهايت ښه او مهربانه ملګری دی؛ * کله چې ټليفون پورته کوئ، نرمه موسکا وکړئ. هغه څوک چې درسره غږيږي، ستاسې موسکا به په خبرو کې ښه احساس ورکړي؛ * له هغه چا سره واده وکړئ چې له خبرو کولو ورسره خوند اخلئ. ځکه کله چې زاړه شوئ، بيا به هم د یوه بل له خبرو خوند اخلئ؛ * پر ټولو هغو څيزونو چې اورئ يې، باور مه کوئ او ټول هغه څه چې لرئ يې، مه يې مصرفوئ؛ * کله چې چا ته وايئ "مينه درسره لرم"، بايد رښتيا ووایئ؛ * کله چې وایئ "بخښنه غواړم"، د مخاطب سترګو ته وګورئ؛ ...
نور ولوله

د اوکراين جګړه نړۍ‌واله لوږه زياتوي!

روسيې د اوکراين له خيرسون او ځينو نورو نيول شويو ښارونو څخه روسيې ته د غله‌جاتو بې‌درېغه صادرات شروع کړي. که څه هم روسيه وايي چې روسي سوداګر د اوکراين دا غله‌جات له بزګرو په پيسو رانيسي خو اوکرايني چارواکي ادعا کوي چې روسيې د اوکراين د غله‌جاتو پراخې غلا ته هم ملا تړلې. روسيې د اوکراين ټولې سمندري لارې تړلي او نړۍ ته د اوکراين د غله‌جاتو صادرات په ټپه ولاړ دي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت ارقام ښيي چې اوکراين تېر کال 80 ميليونه ټنه غله‌جات توليد کړي خو سږ کال به دا شمېر تر نيمايي هم کم وي. د اوکراين ولسمشر زېلنسکي تېره اوونۍ د داووس نړۍ‌واله اقتصادي ناسته کې روسيه تورنه کړه چې د اوکراين د 22 ميليون ټنه غله‌جاتو د صادراتو مخه نيولې. زېلنسکي خبرداری ورکړ ...
نور ولوله

هغه عادتونه چې په راتلونکو پنځو کالو کې به ستاسې ژوند په ټوله معنا بدل کړي

هغه درې عادتونه چې په راتلونکو پنځو کالو کې به ستاسې ژوند په ټوله معنا بدل کړي: ۱. هره ورځ درې کيلومتره منډه ووهئ، مهمه نه ده چې ورځ باراني ده یا لمرينه. پنځه کاله پس به متوجه شئ چې تر %90 ډېرې برياوې مو د همدې عادت له امله دي. ۲. هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعه وکړئ. دا پر هغو مطالبو سربېره چې په انټرنيټ کې يې لولئ. پنځه کاله وروسته به متوجه شئ چې له خپلو شاوخوا افرادو سره ډېر زيات توپير لرئ. ۳. هره ورځ پنځلس دقيقې ميډيټيشن (مراقبه، مناجات، لمونځ، ذکر او دعاء) وکړئ. پنځه کاله وروسته به متوجه شئ چې د تمرکز ځواک مو فوق العاده ښه شوی او دا په ياد ولرئ چې تم...
نور ولوله

اې د الله رسوله!؛ موږ سخت زړي امتیان وبخښه ..

زه له کافي ډېرې مودې دا ارمان لرم چې يو ځل ستر انسان، محمد صلی الله عليه وسلم په خوب ووينم، مخې ته يې په مات زړه او ماتو ګونډو کېنم. په ځوړند سر، ژوبلو احساساتو او اوښلنو سترګو د خپل زړه دردونه ورته کتار کړم خو تر اوسه مې دا نېکمرغي نه ده نصيب شوې. که دا شپې مې په خوب وليد، نور هېڅ ورته نه وایم، فقط دا عرض ورته کوم: اې د خدای رسوله! تا په خپل ژوند مسلمانانو ته د سوکاله انساني ژوند تېرولو دا ملکوتي نسخه ښودلې وه چې: "... ويعطي علی الرفق ما لا يعطي علی العنف." "او خدای تعالی په نرمۍ هغه څه ورکوي چې په سختۍ يې نه ورکوي...
نور ولوله

په پاکستان او سريلانکا کي سیاسي او اقتصادي بحران

سياسي او اجتماعي بې‌ثباتي د نړۍ هر هېواد بد ځپي. په پاکستان کې د ډالر په مقابل کې د کلدارو ارزښت نور هم رالوېدلی. نن يو ډالر په 188 کلدارې تبادله کيږي. د تېرې مارچ مياشتې له 4مې نېټې راهيسې کلداره د ډالر په مقابل کې 10.61 روپۍ رالوېدلې او دا نزولي سير لا هم دوام لري. د پاکستان اقتصاد ته د روان سياسي بحران بله اقتصادي ضربه دا ده چې بهرني پورونه يې 1200 ميليارده کلدارې نور هم زيات شوي. بل خوا، په سريلانکا کې هم د روان سياسي بحران او پُرتشدده مظاهرو په وجه د سريلانکا اقتصاد د تباهۍ خوا ته روان دی. د سريلانکا کرنسي د ډالر په مقابل کې دوه چنده رالوېدلې، واردات بند شوي، د خوراکي توکو او ګاز و تېلو شديد کمښت رامنځته شوی، نرخونه آسمان ته ختلي او دغو ټولو ناورينونو ته په کتو د سريلانکا حکومت ...
نور ولوله

کله چې جسم وږی شي، خپل ځان خوري!

څېړونکي وايي، کله چې د انسان جسم له 8-16 ساعتونو پورې وږی وساتل شي، په ټول بدن کې د autophagisomes په نوم يو ډول خاص پروټينونه توليديږي. دا پروټينونه د مړو، سرطاني او ناروغو حجرو پر شاوخوا راټوليږي، تجزيه کوي يې او داسې حالت ته يې برابروي چې جسم ترې استفاده وکړای شي. دغه څېړونکي وايي، په اوونۍ کې بايد دوه يا درې وارې لوږه او تنده په دې نيت تجربه کړای شي چې جسم خپلې مړې او سرطاني حجرې وخوري او د زيان مخنيوی يې وشي. جاپاني ډاکټر، بورشينوري اوسومي پر همدې موضوع د تحقيق له امله د 2016 کال د نوبل د طب جايزه هم ګټلې وه. الله تعالی د روژې په اړه فرمايي: "...
نور ولوله

د اوکراين روسيې د جګړې تازه احوال

- کيېف له واشنګټنه غوښتي چې یوې اوږدې جګړې ته د تیاري له پاره ورسره مرسته وکړي. - اردوغان له پوتين سره په ټليفوني خبرو کې هغه ته وړانديز کړی چې ترکيه کې له زېلينسکي سره دوه په دوه ملاقات وکړي. - د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امکان شته د روسيې او اوکراين ولسمشران ترکيه کې سره وګوري. - د چين د بهرنيو چارو وزير په بيجنګ کې د روسيې له سفير سره په ملاقات کې هغه ته د دوه اړخيزو اړيکو د تقويې او له "ترهګرۍ" سره د مبارزې ډاډ ورکړی. - په ملګرو ملتونو کې د چين سفير د امنيت ش...
نور ولوله

نوي آسيايي اقتصادي بلاک ته ښه راغلاست!

تر سعودي وروسته متحده عرب اماراتو هم په ښکاره د روسيې خوا ونيوله. پرون د اماراتو د بهرنیو چارو وزير محمد بن زايد آل نهيان له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره په موسکو کې د ملاقات پر مهال ويلي، له روسيې سره په ګډه په نړۍ وال بازار کې د تېلو او خوراکي توکو موجوديت تضمينوو. دا لوی پرمختګ او د غرب پر مخ کلکه څپېړه ده. تر دې وړاندې شهزاده محمد بن سلمان هم پوتين ته د تېلو د بازار د ثبات ډاډ ورکړی و. سعودي هغه بله ورځ دا اعلان هم وکړ چې چين ته د ډالرو پر ځای په چينايي کرنسۍ ين خپل تېل ورکوي. هېره دې نه وي چې امارات، سعودي او روسيه په نړۍ کې د تېلو درې تر ټولو لوی صادروونکي هېوادونه دي. تر دې وړاندې روسیې اعلان کړی و چې هند ته په هندي کلدارو تېل ورکوي. دا ټولې خبرې پ...
نور ولوله

د نوې نړۍ‌والې لوبې نوې خبرې!

سعودي او متحده عرب اماراتو له بايډن سره د اوکراين د موضوع په اړه له خبرو انکار کړی. داسې ښکاري سعودي او متحده عرب امارات هم د چين په څېر د روسيې بلاک ته شامل شوي او د غربي بلاک په مقابل کې د راپورته کېدو په حال کې دي. ښايي همدا د روسيې د ملاتړ وجه وه چې FATF نړۍ‌والې ادارې په لومړي ځل متحده عرب امارات خپل خړ لست ته واچوه. سعودي وليعهد څو ورځې وړاندې ويلي وو، له روسيې سره په ګډه د تېلو د نړۍ‌وال بازار د ثابت ساتلو هر ممکن کوښښ کوي. ورسره يې دا هم ويلي وو چې امريکا کې د سعودي شاوخوا اته سوه ميليارده ډالري پانګونه هم ښايي راکمه کړي. دا دواړه خبرې د روسيې په ملاتړ د امريکا پر مخ کلکه څپېړه وه. هېره دې نه وي چې متحده عرب امارات،...
نور ولوله

روسيه وايي اوکراين کې نظامي عمليات سم روان دي

شېبه وړاندې پوتين د روسيې د ملي امنيت شورا آنلاين کنفرانس ته وغږېد. يوه مهمه خبره يې دا وه چې اوکراين کې نظامي عمليات له ټاکل شوي زماني جدول سره سم روان دي. همدا خبره ځينې غربي شنونکي هم کوي، وايي پوتين ډېر ځيرکانه مخته روان دی او له جګړې تر هغو نه په شا کيږي چې اوکراين کې یې خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي. د کرملين له آدرسه يوه بله مهمه خبره دا شوې چې پوتين له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره غږېدلی او دواړو اتفاق کړی چې نړۍ ته به د تېلو صادرات د پخوا په څېر جاري ساتي او هېڅ مشکل به پکې نه رامنځته کيږي. دا مهم پرمختګ دی او د سعودي په ملګرتيا روسيه د تېلو د پراخو صادراتو له درکه د نړۍ والو بندیزونو فشار یو څه راکمولی شي. روسيه او...
نور ولوله

د حافظې د تقويې او له زوالِ عقل ناروغۍ څخه د نجات 24 ساده تمرينونه

د حافظې د تقويې او له آلزايمر (زوالِ عقل) ناروغۍ څخه د نجات 24 ساده تمرينونه: ساعت په ښي لاس وتړئ، په چپ لاس ليکل وکړئ، برش ووهئ او ويښتان ږمنځ کړئ، توري او کلمات سرچپه اداء کړئ، کارځای ته په نوې لاره ولاړ شئ، کور او کارځای کې د ناستې پاستې معمول ځای بدل کړئ، خپل باورونه چيلنج کړئ، د يوه کتاب د يوه مخ ټولې جملې له آخره تر اوله ولولئ، یو نوی کار وکړئ، موبايل مو له ځانه ليرې وساتئ، يو يا څو بيته شعرونه حفظ کړئ، په يوه خوندي ځای کې پټې سترګې قدم ووهئ، هغو کسانو سره اړيکه ونيسئ چې ډېر وخت مو نه دي ليدلي، نوي رنګ جامې واغوندئ، يو جدول حل کړئ، له حساب‌...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک