د اوکراين جګړه نړۍواله لوږه زياتوي!
روسيې د اوکراين له خيرسون او ځينو نورو نيول شويو ښارونو څخه روسيې ته د غلهجاتو بېدرېغه صادرات شروع کړي. که څه هم روسيه وايي چې روسي سوداګر د اوکراين دا غلهجات له بزګرو په پيسو رانيسي خو اوکرايني چارواکي ادعا کوي چې روسيې د اوکراين د غلهجاتو پراخې غلا ته هم ملا تړلې. روسيې د اوکراين ټولې سمندري لارې تړلي او نړۍ ته د اوکراين د غلهجاتو صادرات په ټپه ولاړ دي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت ارقام ښيي چې اوکراين تېر کال 80 ميليونه ټنه غلهجات توليد کړي خو سږ کال به دا شمېر تر نيمايي هم کم وي.
د اوکراين ولسمشر زېلنسکي تېره اوونۍ د داووس نړۍواله اقتصادي ناسته کې روسيه تورنه کړه چې د اوکراين د 22 ميليون ټنه غلهجاتو د صادراتو مخه نيولې. زېلنسکي خبرداری ورکړ چې د اوکراين دغلهجاتو د صادراتو بندېدل به په نړۍ کې لوږه او قطحي زياته کړي.
روسي ولسمشر پوتين د فرانسې له ولسمشر او د جرمني له لومړي وزير سره په ټليفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د اوکراين د نيول شويو سيمو د غلهجات به نړۍوال مارکيټ ته صادر کړي. هېره دې نه وي چې روسيه او اوکراين په ګډه د ټولې نړۍ د غنمو %30 صادرات په واک کې لري.
اوس به بيا ځينې ښاغلي وايي چې هسې د خلکو اندېښنې زياتوې، هېڅ خبره نشته، هر څه پرېمانه دي او هېڅوک له لوږې نه دي مړه شوي. دا ښاغلي له دوه حالاتو خالي نه دي، يا په پيسو مست دي، دا ورته مهمه نه ده چې بازار کې د اوړو 50کيلويي بوجۍ په 2800 افغانۍ ده يا 3000 افغانۍ، د يوې پر ځای دوه او درې بوجۍ اخلي، په مړه خېټه درې وخته غوړه ډوډۍ خوري او د عام ولس له حاله نه دي خبر. يا يې اعصاب خراب شوي او نړۍ کې روان تحولات ورته ټوکې ښکاري. نو عرض دا دی چې له دې دواړو ډلو (مست او لېوني) ګيله نه ده پکار.
