No-IMG

د نوې نړۍ‌والې لوبې نوې خبرې!

سعودي او متحده عرب اماراتو له بايډن سره د اوکراين د موضوع په اړه له خبرو انکار کړی. داسې ښکاري سعودي او متحده عرب امارات هم د چين په څېر د روسيې بلاک ته شامل شوي او د غربي بلاک په مقابل کې د راپورته کېدو په حال کې دي. ښايي همدا د روسيې د ملاتړ وجه وه چې FATF نړۍ‌والې ادارې په لومړي ځل متحده عرب امارات خپل خړ لست ته واچوه.

سعودي وليعهد څو ورځې وړاندې ويلي وو، له روسيې سره په ګډه د تېلو د نړۍ‌وال بازار د ثابت ساتلو هر ممکن کوښښ کوي. ورسره يې دا هم ويلي وو چې امريکا کې د سعودي شاوخوا اته سوه ميليارده ډالري پانګونه هم ښايي راکمه کړي. دا دواړه خبرې د روسيې په ملاتړ د امريکا پر مخ کلکه څپېړه وه.

هېره دې نه وي چې متحده عرب امارات، سعودي او روسيه په نړۍ کې د تېلو درې تر ټولو لوی صادروونکي هېوادونه دي. څه موده وړاندې متحده عرب اماراتو په دې لست کې د سعودي ځای ونيو او لومړی شو. غربي بلاک او په ځانګړې توګه اروپا د روسيې پر ګازو او د سعودي او متحده عرب اماراتو په تېلو ژوندۍ ده او که دې درېيو هېوادونو په همغږۍ پر اروپا خپل صادرات بند کړل، اروپا په همغه ورځ فلج کيږي. دا هغه جدي اندېښنه ده چې خپله اروپايي مشران يې پرله‌پسې څرګندوي.

د همدې اندېښنو په دوام نن فرانسې ويلي، د تېلو او ګازو اوسنی بحران د 1973 کال د تېلو او ګازو بحران ته ورته دی. په دې کال د سعودي په مشرۍ د تېلو صادروونکو عرب هېوادونو د اسرائيلو د رسميت پېژندنې او ملاتړ په وجه اروپا او امريکا ته د تېلو صادرات په ټپه درولي وو او نړۍ‌وال بحران رامنځته شوی و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک