No-IMG

د سوکاله او خوشاله ژوند له پاره څو مهمې توصيې

* همېشه له خدای تعالی سره په اړيکه کې اوسئ، هغه نهايت ښه او مهربانه ملګری دی؛

* کله چې ټليفون پورته کوئ، نرمه موسکا وکړئ. هغه څوک چې درسره غږيږي، ستاسې موسکا به په خبرو کې ښه احساس ورکړي؛

* له هغه چا سره واده وکړئ چې له خبرو کولو ورسره خوند اخلئ. ځکه کله چې زاړه شوئ، بيا به هم د یوه بل له خبرو خوند اخلئ؛

* پر ټولو هغو څيزونو چې اورئ يې، باور مه کوئ او ټول هغه څه چې لرئ يې، مه يې مصرفوئ؛

* کله چې چا ته وايئ "مينه درسره لرم"، بايد رښتيا ووایئ؛

* کله چې وایئ "بخښنه غواړم"، د مخاطب سترګو ته وګورئ؛

* مخکې تر دې چې واده وکړئ، لږ تر لږه شپږ مياشتې نامزاد پاتې شئ؛

* هېڅکله د چا پر ارمانونو مه خاندئ. هغوی چې ارمان نه لري، هېڅ شی نه لري؛

* د زړه او وجود له ژورو او په ټول احساس مينه وکړئ. ښايي زيانمن هم شئ خو دا د کامل ژوند يوازينۍ لار ده؛

* د اختلافاتو پر مهال منصفانه مبارزه وکړئ او د هيچا نوم مه اخلئ؛

* د هيچا په اړه د هغه د خپلو خپلوانو له مخې قضاوت مه کوئ؛

* ورو او آرام خبرې او تېز فکر وکړئ؛

* که چا يوه پوښتنه درڅخه وکړه او نه مو غوښتل ځواب ورکړئ، په نرمه موسکا ترې وپوښتئ: په دې خبره ولې پوهېدل غواړې؟؛

* په ياد مو وي چې ستره مينه او ستر برياليتوبونه له سترو ريسکونو سره تړلي دي؛

* کله چې يو څه له لاسه ورکوئ، درس اخيستل ترې له لاسه مه ورکوئ؛

* دا درې ټکي همېشه په ياد لرئ: خپل ځان او نورو ته درناوی درلودل او د خپل ژوند د ټولو چارو مسئوليت منل؛

* هېڅکله مه پرېږدئ چې يو کوچنی اختلاف مو ژوره دوستي زيانمنه کړي؛

* کله چې خپلې تېروتنې ته متوجه شوئ، سمدستي يې د اصلاح کولو هڅه وکړئ؛

* نورو ته د هغوی تېروتنې وبخښئ او څه چې خدای تعالی درکړي، هغوی ته هم ترې يوه برخه ورکړئ. په ياد مو وي چې د ځان د خوشالولو بهترينه طريقه د نورو خوشالول دي؛

* هره ورځ څو شېبې د يوازيتوب او ميډيټيشن (مراقبې، ذکر او دعاء) له پاره ځانګړې کړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک