No-IMG

د حافظې د تقويې او له زوالِ عقل ناروغۍ څخه د نجات 24 ساده تمرينونه

د حافظې د تقويې او له آلزايمر (زوالِ عقل) ناروغۍ څخه د نجات 24 ساده تمرينونه:

ساعت په ښي لاس وتړئ،

په چپ لاس ليکل وکړئ، برش ووهئ او ويښتان ږمنځ کړئ،

توري او کلمات سرچپه اداء کړئ،

کارځای ته په نوې لاره ولاړ شئ،

کور او کارځای کې د ناستې پاستې معمول ځای بدل کړئ،

خپل باورونه چيلنج کړئ،

د يوه کتاب د يوه مخ ټولې جملې له آخره تر اوله ولولئ،

یو نوی کار وکړئ،

موبايل مو له ځانه ليرې وساتئ،

يو يا څو بيته شعرونه حفظ کړئ،

په يوه خوندي ځای کې پټې سترګې قدم ووهئ،

هغو کسانو سره اړيکه ونيسئ چې ډېر وخت مو نه دي ليدلي،

نوي رنګ جامې واغوندئ،

يو جدول حل کړئ،

له حساب‌ماشين پرته محاسبه وکړئ،

يو فلم تر پای ته رسېدو دمخه ودروئ او د پای د څرنګوالي په اړه فکر او تخيّل وکړئ،

نقاشي يا رسامي وکړئ،

نوي مهارتونه لکه پخلی زده کړئ،

مطالعه وکړئ،

د پخوانيو عکسونو البوم راواخلئ او د ځینو عکسونو په اړه يې له يوه چا سره خبرې وکړئ،

يوه تفرېحي معما حل کړئ،

د شطرنج لوبه وکړئ،

هره ورځ نيم ساعت پياده مزل وکړئ،

وروستی تمرين تاسې ووايئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک