No-IMG

نوي آسيايي اقتصادي بلاک ته ښه راغلاست!

تر سعودي وروسته متحده عرب اماراتو هم په ښکاره د روسيې خوا ونيوله. پرون د اماراتو د بهرنیو چارو وزير محمد بن زايد آل نهيان له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره په موسکو کې د ملاقات پر مهال ويلي، له روسيې سره په ګډه په نړۍ وال بازار کې د تېلو او خوراکي توکو موجوديت تضمينوو.

دا لوی پرمختګ او د غرب پر مخ کلکه څپېړه ده. تر دې وړاندې شهزاده محمد بن سلمان هم پوتين ته د تېلو د بازار د ثبات ډاډ ورکړی و. سعودي هغه بله ورځ دا اعلان هم وکړ چې چين ته د ډالرو پر ځای په چينايي کرنسۍ ين خپل تېل ورکوي. هېره دې نه وي چې امارات، سعودي او روسيه په نړۍ کې د تېلو درې تر ټولو لوی صادروونکي هېوادونه دي.

تر دې وړاندې روسیې اعلان کړی و چې هند ته په هندي کلدارو تېل ورکوي. دا ټولې خبرې په دې معنا دي چې روسيه، چين، هند، سعودي او امارات د غرب په مقابل کې آسيايي-اقتصادي بلاک جوړوي او د ډالرو پر ځای په خپلو کرنسيو تجارت کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک