د محمد ظاهر عمار لیکنی
په نننۍ مادي نړۍ کې اقتصادي خپلواکي د بل هر ډول خپلواکۍ اساس دی
په نننۍ مادي نړۍ کې اقتصادي خپلواکي د بل هر ډول خپلواکۍ اساس دی. هغه ملت چې د ټولې ورځې په خوارۍ مزدورۍ د خپلې کورنۍ ګېډه نه شي مړولای،
ماشومان يې وچې شونډې، سپېره مخونه، لوڅې پښې او شلېدلې جامې په تن کوڅو کې بېسرنوشته ګرځي،
نهيلي او وزګار ځوانان يې ټوله ورځ د کلي او ښار په دوکانونو کې لډو ته ناست وي،
پرښته صفته ښځې يې له يو عالَم دردونو او اقتصادي-اجتماعي محروميتونو سره د کور په چاردېوالۍ کې ايسارې وي،
او سپينږيري يې د نوي نسل د روزنې پر ځای د کلي په جومات او دېره يا د پټي پر پوله د خلکو غيبت ته کش وي، داسې ملت بايد د خپلواکۍ ادعا ونکړي. داسې ملت دې لومړی د خپلې وږې ګېډې، لوڅ بدن او نامعلوم برخليک غم وخوري، بيا دې د خپلواکۍ چغې وهي.
...
نور ولوله
تر سقوط وروسته 2.3 ميليونه افغانان له هېواده وتلي
د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې تر سقوط وروسته 2.3 ميليونه افغانان له هېواده وتلي او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې يې د پناه اخيستو له پاره نومونه ثبت کړي.
يوه شېبه فکر وکړئ، 2.3 ميليونه، يعنې 23 لکه انسانان. له هېواده وتل معنا له لاسه ورکول، اړيکې ورسره پرې کېدل، له مينې، همدردۍ، خير او ګټې يې محرومېدل او ...
ښه نو په دغه شمېر بشري قوه چې په يوه کال کې له يوه هېواده ووځي، هغه هېواد او راتلونکي ته يې څه پاتې کيږي؟
تر سقوط وروسته چې يوه څه ډېر نارامه کړی او په فول ډيپرشن اخته کړی يم، له هېواده د همدې ميليونونو هېوادوالو وتل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له یو عالَم دردونو او نیمګړو ارمانونو سره تيت پرک کېدل دي.
موږ خو تر تېر کا...
نور ولوله
ايران او ترکيه بدحاله مهاجر افغان زلمکيان شکنجه کوي
آخوندي ايران او اردوغاني ترکيه ځکه بدحاله مهاجر افغان زلمکيان شکنجه کوي، توهينوي او د بدن غړي یې ترې غوڅوي چې د پوښتنې او غچ اخیستلو يې څوک نشته او د وطن حيثيت، تاريخ، اصيل روايات، غرور، هيلې او راتلونکې يې پايمال شوي. دوی به د ايراني وحشيانو په لاس د خپلو غوږونو په پرې کېدو د مرستې ډېرې چغې وهلې وي خو هېوادوالو يې پرې هېڅ غوږ ونه ګراوه او ما غوندې یې فقط د يوه فيسبوکي پوسټ په ليکلو فکر وکړ خپل مسئوليت يې اداء کړ.
الحمدلله چې د آخرت ورځ او د عادل خدای تعالی له لوري د ذرې ذرې حساب کتاب شته. پروا نه کوي، زموږ دا نسل دې هم یو څه موده د خپلو تېرو دوو نسلونو په څېر تباه و برباد، ځورول شوی، توهين شوی، وږی تږی، نهیلی او زړه چاودی وي خو ټول بايد په ياد ولري چې دا نسل د تېرو نسلونو خلاف نهایت بې ح...
نور ولوله
دا ورځې ټوله جنوبي آسيا د اقتصادي ځوړتيا او دېواليه کېدو په طرف روانه ده
دا ورځې ټوله جنوبي آسيا د اقتصادي ځوړتيا او دېواليه کېدو په طرف روانه ده. تر سريلنکا وروسته د پاکستان د دېواليه کېدو احتمالات د هرې ورځې په تېرېدو زياتيږي او دا دی تازه د جنوبي آسيا د يوه غوړېدلي اقتصاد بنګلادېش د اقتصادي سقوط خبرې هم ګرمې شوي.
کيسه داسې ده چې بنګلادېش له IMF څخه 4.5 ميليارده ډالر پور غوښتی او د اقتصاد وزير يې مصطفی کمال وايي، دا پور د بودجې د کسر پوره کولو او په کور دننه د اقتصادي وضعيت د ثابت ساتلو له پاره غوښتل شوی خو اقتصادي کارپوهان وايي، د اوکراين د جګړې له امله د نړۍوال اقتصاد ځوړتيا او د تېلو او ګازو د بيو لوړېدو د بنګلادېش اقتصاد هم ژوبل کړی، په لومړي ځل د بنګلادېش ارزي ذخاير تر 40 ميليارد ډالرو کم شوي او دا ذخاير يوازې د درېيو میاشتو...
نور ولوله
په ژوند کې د بدبخته کېدو ۸ تضمين شوې لارې
۱- د ژوند له پاره مشخص اهداف نه درلودل؛
۲- فردي بېنظمي او کارونه ځنډول؛
۳- په سطحي او بېمعنا بحثونو وخت ضايع کول؛
۴- هره ورځ له تيارو بازاري خوړو (فاسټ فوډ) استفاده کول؛
۵- هر چا سره په آسانۍ دوست کېدل؛
۶- د هر مهم کار په اړه له ځان سره ويل "له شنبې ورځې به یې پيل کړم!"؛
۷- د نويو څيزونو د زده کړې او شخصيتي ودې پروا نه کول؛
۸- زهري عادتونه خپلول او پالل.
ژباړه
عرض دا دی چې زه له ډېرې مودې د بدبخته کېدو پر لو...
نور ولوله
هغه اووه (۷) روحيه جوړوونکې جملې چې په سختو حالاتو کې يې بايد ځان ته تلقين کړو
۱- هېڅ شی دايمي نه دی:
هره شپه تياره وي خو هر راتلونکی سهار روښانه لمر راخېژي.
۲- دردونه د ضعف نقطه نه ده، د قوت نقطه ده:
اکثريت خلک فکر کوي دردونه او بدې تجربې ورته زیان رسوي خو حقيقت دا دی چې نور يې هم قوي کوي.
۳- کله چې نور خلک منفي فکر کوي، تاسې کولای شئ مثبت پاتې شئ:
کله کله په ژوند کې ځينې خلک کوښښ کوي تاسې خپلې کچې ته راټيټ کړي خو تاسې يې هېڅ پروا مه کوئ.
۴- له سختۍ تېرېدل مو هوښياروي:
هره سختي يو...
نور ولوله
جيمز ويب د کايناتو ابتدا راباندې ويني
د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ يوه حيرانوونکې او فوق العاده ځانګړنه دا ده چې د کايناتو په خورا ليرې او ژورو څنډو کې د موجودو ستورو په اړه به نوي معلومات راکړي. د کايناتو عمر 13.8 ميليارده کاله دی، يعنې تر بيګ بينګ يا لويې چاودنې وروسته 13.8 ميليارده کاله تېر شوي. ستورپوهنه وايي چې د کايناتو لومړني او تر ټولو پخواني ستوري تر بيګ بينګ 150 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي. هابل ټيليسکوپ کولای شول هغه لومړني ستوري وويني چې د کايناتو تر تخليق 500 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي وو خو جيمز ويب د خپلو خورا ځواکمنو هيندارو او پېچلي ساينسي جوړښت په برکت کولای شي د کايناتو تر تخليق 200 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي لومړني ستوري وويني، هغه ستوري چې رڼا او ځلا يې زموږ تر لمر 100 ميليونه وارې زياته ده. دا په دې معنا ده چې جيمز ويب مو د کايناتو د تخل...
نور ولوله
د زبرځواکونو خپلمنځي کش و ګير له ځمکې آسمان ته پورته شو
نادرې به واورئ. د زبرځواکونو خپلمنځي کش و ګير له ځمکې آسمان ته پورته شو. د ناسا مشر بيل نلسن ادعا کړې چې چين د سپوږمۍ د تسخير او تصرف کولو په هڅه کې دی او عملاً لګيا دی خپلو فضانوردانو ته روزنه ورکوي چې د نورو هېوادونو سپوږمکۍ څنګه له منځه يوسي. نوموړي ويلي، د چين فضايي پروګرام نظامي بڼه لري او هڅه کوي د سپوږمۍ د تسخير او تصرف په رقابت کې د سپوږمۍ جنوبي قطب چې د اوبو د يخچالونو د موجوديت امکان پکې دی او په راتلونکې کې ښايي د فضايي راکټونو د سون توکو د توليد له پاره ترې استفاده وشي تسخير کړي.
عرض دا دی چې د ټيکنالوژۍ تر بېساري پرمختګ او د زبرځواکونو ترمنځ د خونړۍ سيالۍ تر زياتېدو وروسته له څه مودې راهيسې د فضايي جګړې يا Space War اصطلاح عامه شوې او اندېښنې دي چ...
نور ولوله
د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن:
د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن د ناسا د علمي ماموريتونو سرپرست دی او دا خبره يې په يوه خبري کنفرانس کې کړې. نوموړي ويلي، زموږ ټيم چې د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ لومړني انځورونه وليدل، تقريباً د ټولو اوښکې ورته وبهېدې. دی وايي:
دې انځورونو موږ ټول احساساتي کړي يو. سخته ده چې کايناتو ته له يوې نوې درېڅې وګورې او تر تاثير لاندې يې رانشې. دا په رښتيا احساساتي شېبه ده چې ووينې طبيعت ناڅاپه خپل ځينې رازونه درته افشا کوي. زما هيله دا ده چې تاسې ټول د دې انځورونو په اړه سر له اوسه خيالپردازي وکړئ او ليدو ته يې منتظر شئ.
د ناسا مدي...
نور ولوله
امريکا د نړۍ د سرو زرو تر ټولو ډېر احتياطي ذخاير لري
امريکا د نړۍ د سرو زرو تر ټولو ډېر احتياطي ذخاير لري چې اندازه يې ۸۱۳۳ ټنو ته رسيږي. لاندې هېوادونه ورپسې دي:
آلمان ۳۳۵۹ ټنه،
ایټاليا ۲۴۵۲ ټنه،
فرانسه ۲۴۳۶ ټنه،
روسيه ۲۳۰۲ ټنه،
چين ۱۹۴۸ ټنه،
سويس ۱۰۴۰ ټنه،
جاپان ۸۴۶ ټنه،
هند ۷۴۴ ټنه
هالنډ ۶۱۲ ټنه.
څه موده وړاندې مې لوستي وو چې چين اوس هڅه کوي له نورې نړۍ سره په تجارتي راکړه ورکړه کې د نغدو پيسو پر ځای سره زر ترلاسه کړي ځکه سره زر يوازينۍ شتمني ده چې په هېڅ حالت کې خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.
...
نور ولوله
د نړۍ د اوسني اقتصادي وضعيت په اړه
- د مالي خدماتو د يوه مشهور نړۍوال شرکت Morgan Stanley اجرائيوي رئيس James P. Gorman وايي: دا احتمال شته چې يو کال وروسته د امريکا اقتصاد د %50 رکود شاهد وي.
- د مايکروسافټ شرکت شريک مشر Bill Gates وايي، نړۍوال د کرونا وايرس له پيله تر اوسه شاوخوا 14 ټريليونه ډالره تاوان کړی. نوموړي وړانديز کړی چې د WHO په مشرۍ دې د نړۍ د شاوخوا درې زره پوهانو يوه کمېټه جوړه شي او د کال يو ميليارد ډالر بودجه دې ورته ځانګړي شي چې د راتلونکو وباګانو د ژر کنټرولولو او د نړۍوال اقتصاد د زوال د مخنيوي له پاره طرحې او پلانونه جوړ کړي....
نور ولوله
د ترکيې او يونان ترمنځ د تاريخي دښمنۍ د بيا راتازه کېدو په درشل کي دی
د ترکيې او يونان ترمنځ د تاريخي دښمنۍ له بيا راتازه کېدو داسې ښکاري چې دا ځل اردوغاني ترکيه د عثماني ترکيې په سرنوشت اخته کېدونکې ده. ترکيه وايي، يونان د امریکا په مرسته خپلې جزيرې په وسلو سمبال کړي او دا د ترکيې او يونان ترمنځ د سولې د هغه تړون ښکاره مخالفت دی چې څو لسيزې وړاندې لاسليک شوی و.
په عين حال کې د ترکيې په ازمير ښار کې نن د 37 هېوادونو 10000 عسکرو د ترکيې په مشرۍ په ګډو نظامي تمريناتو کې برخه اخیستې. د ترکيې ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو په دغو تمريناتو کې د خپلو وسلو، نوې ټيکنالوژۍ او دفاعي وړتيا بې درېغه ننداره وړاندې کړې. ولسمشر اردوغان هم نن د دغو تمريناتو ليدو ته ورغلی و او خپلو پوځيانو ته په وینا کې یې ویلي:
یونان دې د نړۍ والو قوانينو ...
نور ولوله
