No-IMG

روسيه وايي اوکراين کې نظامي عمليات سم روان دي

شېبه وړاندې پوتين د روسيې د ملي امنيت شورا آنلاين کنفرانس ته وغږېد. يوه مهمه خبره يې دا وه چې اوکراين کې نظامي عمليات له ټاکل شوي زماني جدول سره سم روان دي.

همدا خبره ځينې غربي شنونکي هم کوي، وايي پوتين ډېر ځيرکانه مخته روان دی او له جګړې تر هغو نه په شا کيږي چې اوکراين کې یې خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.

د کرملين له آدرسه يوه بله مهمه خبره دا شوې چې پوتين له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره غږېدلی او دواړو اتفاق کړی چې نړۍ ته به د تېلو صادرات د پخوا په څېر جاري ساتي او هېڅ مشکل به پکې نه رامنځته کيږي. دا مهم پرمختګ دی او د سعودي په ملګرتيا روسيه د تېلو د پراخو صادراتو له درکه د نړۍ والو بندیزونو فشار یو څه راکمولی شي.

روسيه او سعودي د نړۍ د تېلو دوی خورا لوی صادروونکي هېوادونه دي. سعودي ته د امریکا ملګرتیا هم مهمه ده خو د تېلو صادرات یې د اقتصاد روح دی. ښايي همدا دليل و چې محمد بن سلمان له پوتين سره تر خبرو وروسته ويلي،

موږ له امريکا سره ستراتيژيکي اړيکې لرو خو د دې اړیکو زیاتول او کمول زموږ په لاس کې دي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک