د اوکراين روسيې د جګړې تازه احوال
- کيېف له واشنګټنه غوښتي چې یوې اوږدې جګړې ته د تیاري له پاره ورسره مرسته وکړي.
- اردوغان له پوتين سره په ټليفوني خبرو کې هغه ته وړانديز کړی چې ترکيه کې له زېلينسکي سره دوه په دوه ملاقات وکړي.
- د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امکان شته د روسيې او اوکراين ولسمشران ترکيه کې سره وګوري.
- د چين د بهرنيو چارو وزير په بيجنګ کې د روسيې له سفير سره په ملاقات کې هغه ته د دوه اړخيزو اړيکو د تقويې او له "ترهګرۍ" سره د مبارزې ډاډ ورکړی.
- په ملګرو ملتونو کې د چين سفير د امنيت شورا غونډې ته ويلي، پر روسيې بنديزونه لګول ستونزه نه حلوي، نوره یې هم زياتوي.
- روسي سفير د امنيت شورا غونډې ته ويلي، د اوربند له پاره خبرو اترو ته تيار یو خو غرب په لوی لاس د جګړې د پراخولو هڅې کوي.
- د روسیې پخواني لومړي وزیر دمیتري میدویدوف ويلي، که امریکا له خپلو پاروونکو اقداماتو لاس وانخیست، موږ پوهيږو چې څنګه خپل حد وروپېژنو.
اوس بيا تازه د چين د بهرنیو چارو وزارت ويلي،
د اوکراين د بحران په اړه د امريکا دريځ منافقانه دی. پسې يې دا هم زياته کړې چې د اوکراين خلک د وسلو پر ځای خوړو ته ضرورت لري.
سرګې لاوروف بیا ويلي،
روسيه هغه نړۍ نه مني چې جلب یې د امريکا په لاس کې وي او امريکا پکې له ځانه نړۍ وال پوليس جوړ کړی وي.
