په پاکستان او سريلانکا کي سیاسي او اقتصادي بحران
سياسي او اجتماعي بېثباتي د نړۍ هر هېواد بد ځپي. په پاکستان کې د ډالر په مقابل کې د کلدارو ارزښت نور هم رالوېدلی. نن يو ډالر په 188 کلدارې تبادله کيږي. د تېرې مارچ مياشتې له 4مې نېټې راهيسې کلداره د ډالر په مقابل کې 10.61 روپۍ رالوېدلې او دا نزولي سير لا هم دوام لري. د پاکستان اقتصاد ته د روان سياسي بحران بله اقتصادي ضربه دا ده چې بهرني پورونه يې 1200 ميليارده کلدارې نور هم زيات شوي.
بل خوا، په سريلانکا کې هم د روان سياسي بحران او پُرتشدده مظاهرو په وجه د سريلانکا اقتصاد د تباهۍ خوا ته روان دی. د سريلانکا کرنسي د ډالر په مقابل کې دوه چنده رالوېدلې، واردات بند شوي، د خوراکي توکو او ګاز و تېلو شديد کمښت رامنځته شوی، نرخونه آسمان ته ختلي او دغو ټولو ناورينونو ته په کتو د سريلانکا حکومت مجبور شوی چې د بحران د کنټرولولو له پاره له World Bank، IMF او چين نه د څو ميلياردو ډالرو پور غوښتنه وکړي.
عرض دا دی چې نننۍ نړۍ کې سياسي او اجتماعي بېثباتي عادي موضوع نه ده او ښه نه ښه حکومتونه هم له پښو غورځولای شي. هوښيار حکومتونه هره ممکنه هڅه کوي چې د سياسي او اجتماعي بېثباتۍ مخه ونيسي او خپل هېواد او حکومت له تباهۍ وژغوري.
